پکتیا – د عبدالله او امرالله صالح د څرګندونو غندنه وشوه

د لراوبر اداره | مې 11th, 2011


د پکتیا  ولایت د شپږو ولسوالیو قومی مشرانو د سولی د خبرو او هڅو ملاتړ وکړ  او دهغو خلکو غندنه یې وکړه چې اوس  مهال د سولې دخبرو مخالفت کوي .
دغه غونډه  د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالی کې جوړه شوی وه چې په ملی شورا کی د پکتیا د خلکو استازو، پکتیا والی جمعه خان همدرد د دولتی او دغیر دولتی ادارو ریسانو او د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو قومی مشرانو پکی ګډون کړی وو .د عبدالله او امرالله صالح تیری خبری یی چی د سولی د نه غوښتو په اړه کړی وی په کلکه و غندلی


د غونډی  یو تن وینا وال او په مشرانو جرګه کی د پکتیا د خلکو استازی عبدالحنان  حقویون  د ډاکټر عبدالله څرګندونی  په  کلکه وغندلی  او سوله یی  د نن اړتیا وبلله


حقویون زیاته  کړه سوله یواځی د پښتنو لپاره نه بلکه د ټول افغانستان لپاره اړینه ده او مونږ له هر چا ډیر سولی ته لیواله یو


د غونډی  یو بل تن وینا وال  او په پکتیا کی د علماوو شورا مشر مولوی خالقداد  په خپلو خبرو کی سوله د اسلام له نظره و ارزوله او زیاته یی کړه هغه خلک چې د سولی مخالفت کوی د نورو هیوادونو په لمسون دا ډول خبری کوی .


د پکتیا  والی جمعه خان همدرد  د سولی د  خبرو ملاتړ وکړ او سوله یی د هغو  کسانو اړتیا هم و بلله چی اوسمهال  دسولی مخالفت کوی


نوموړی وویل چی دا مهال یواځی په پښتنو سیمو کی جکړی روانی دی او څومره چی ژر کیدای شی په دی سیمو کی د سولی راوستو لپاره باید کار وشی


د سولی د  ملاتړ دا غونډه داسی مهال جوړیږی چی څو ورځی وړاندی د تغیر او امید ډلی  مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  او امرالله صالح د سولی د خبرو په روان بهیر نیوکه کړی وه او ددی  خبرو څرکند مخالفت یی کړی وو او ویلی وو چی وسله والو طالبانو ته دی د دښمن په سترګه وکتل شی  .

Copyright Larawbar 2007-2024