سېريه : پوځ يو ځل بيا مظاهره کوونکي وژلي دي

د لراوبر اداره | مې 12th, 2011


نن سهار د سيريې ځواکونو لخوا يووار بيا پر مظاهره کوونکو بريدونه سوي دي ، په دې هيواد کي د بشر حقوقو ټولني د خبر له مخي  د يوه اته کلن هلک په ګډون ۱۸ کسان پکښي وژل سوي او يو شمېر نور زخميان دي .


زياتره مرګ ژوبله سهيلي ښار درا ته نژدې رامنځته سوې ده چيري چي په تېر مارچ کي قيام پيل سوی و ، دلته مظاهره کوونکي په درنو وسلو ويشتل سوي دي ، يو شمېر نور کسان بيا د پوځيانو لخوا د هومس په ښار کي وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024