ننګرهار: ناټو يو افغان پوليس او ۱۲ کلنه نجلې ووژله
د ناټو ځواکونو د تېري شپې عملياتو په ترڅ کي د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په يوه کور کي يو پوليس افسر او يوه ۱۲ کلنه ماشومه وژل سوي دي .د دغه کور خاوند نېک محمد د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې د شپې پر يوه بجه بهرنيو ځواکونو د دوى د کور دروازه په بمونو والوځوله ، زما ١٢ کلنه لور، چې له بهرنيانو ووېرېده، له خونې يې منډه کړه، نو بهرنيو ځواکونو پرې لاسي بم وغورځاوه او هغه يې ځاى پرځاى ووژله.))
د نوموړي په وينا، ددوی له دوستانو څخه شکرالله په نوم د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ يو صاحب منصب، چې په اصل کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى او د دوى په کور کې اوسېده، هغه هم د بهرنيو ځواکونو له خوا ووژل شو. نوموړی له دې امله چي هره ورځ خپل کور ته نسوای تلای په دې کور کي اوسېدﺉ .