ډير ژر به د خوستوالو يوه مهمه هيله پوره شي
باتور
له ډيرې پخوا مودې راهيسې د خوست ولس په دې ولايت کې د بيارغونې د نورو کارونو ترڅنګ د يوه پراخه او پرمختللي ملکي هوايي ډګر د جوړېدو غوښتنه کوله او تل به يې ددې ولايت له هر نوي ټاکل کېدونکي والي څخه ددغه هوايي ډګر د جوړېدو هيله درلوده.
په دې برخه کې يو زيات شمير واليانو له خوستوالو سره څو ځلې د هوايي ډګر د جوړېدو ژمنې کړې وې ، خو دغه ژمنې په عمل کې بيا نه دي پلې شوي ، هغه واليان هم په خپله مخه تر نن پورې تللي او د هوايي ډګر د جوړېدو ژمنې يې په اوبو کې د لوټو ايښودو ته ورته پاتې شوې دي .
د خوست د خلکو دا هيله پرځاى او معقوله ده، ځکه چې خوست خو يو سرحدي ولايت دى ، چې په شنو غرونو کې راګير او د موټر له لارې ورته تګ حد اقل شپږ ساعته مزل کول غواړي ، چې له يوې خوا په لاره زيات وخت ضايع کيږي او له بله پلوه دغه لاره په ډيرو ستوغو غرونو کې تېره شوې، چې زياتره وخت د واورو او بارانونو پرمهال له بندښت سره مخ کيږي ، نو په دې اساس په ياد ولايت کې د هوايي ډګر جوړېدل يو اړين کار دى ، ددې ترڅنګ د خوست هوايي ملکي ډګر جوړېدل د خوست د خلکو د ستونزو له حل څخه علاوه يوه غوره اقتصادي منبع هم کيداى شي ، چې له جوړېدو سره به يې د خوست عوايد زيات شي ، ځکه همدااوس د لويې پکتيا شاوخوا ٢٠٠زره ځوانان په عربي هېوادنو کې په سوداګرۍ او کاروبار بوخت دي ، چې د هوايي ډګر له جوړېدو سره به له يوې خوا خوست ته د هغوى تګ او راتګ زيات شي او بل پلوه به له عربي هېوادونو سره سوداګريزې چارې ډيرې او يو زيات شمېر خوست مېشتي او عربان به په خوست کې خپلې پانګې واچوي ، چې له امله به يې نه يواځې دا چې ددولت په عوايدو کې په کافي اندازه د پام وړ زياتوالى راشي ،بلکې ډيرو خوستوالو او نورو هېوادوالو ته به د کار کولو لارې چارې هم برابرې شي او په کار به بوخت شي ، چې ور سره به ددې ولايت په امنيتي وضعې هم مثبت اغيز وکړي او خلک به په پوره توګه له دولت سره د عامه ګټو په ساتنه کې همکار شي .
دې پورته ټولو ښګڼو ته په پام او ددې هوايي ډګر د جوړېدو د اړتيا په نظر کې نيولو سره د خوست ولايت اوسني والي عبدالجبار نعيمي د خوست خلکو سره د خپلې ژمنې ترڅنک هوډ وکړ، چې بايد په خپله کاري دوره کې د خوست خلکو دغه پخوانۍ هيله پوره کړي او دا ولايت له يوه پرمختللي هوايي ډګر څخه برخمن کړي ، نو په همدې هيله يې په کابل کې له مرکزي ادارې او يو شمېر مرسته کوونکو سرچينو سره خبرې پيل او بلاخره يې د ولسمشر کرزي په پاملرنه ددغه هوايي ډګر منظوري واخيسته او ياد هوايي ډګر ته يې بوديجه پيداکړه، چې په نژدې راتلونکي ( شاوخوا لسو ورځو ) کې به د هوايي ډګر د بنسټ ډبره کيښودل شي او په عملي توګه به يې د جوړېدو چارې پيل شي .
په خوست کې د هوايي ډګر د جوړېدو پر وړاندې له پخوا څخه يوه ستونزه موجوده وه ، چې يو شمير د ځمکو غصبونکو چې په خوست کې مخکې ښه په زور کې و ، ددې هوايي ډګر شاوخوا ٣٠٠ جريبه دولتي ځمکه يې غصب کړې او پرې يې کورونه ، کرنيزې ځمکې او ان جومات جوړ کړى ، چې مخکني يو شمير چارواکي په دې نه دي توانيدلي ، چې دغه ځمکه د غاصيبنو له منګولو راخلاصه او هوايي ډګر پرې جوړ شي ، اوس هم دغه ډول غاصبين هڅه کوي ، چې له خپلې غصب شوې ځمکې څخه يواځې د ځان په ګټه استفاده وکړي او د خوست د ولس هغه هيله چې بنيادي او هر اړخيز ارزښت لري هغه په اوبو لاهوي کړ ي .
اوس د خوست ولس بايد د دا ډول ځان طلبه اشخاصو پر وړاندې کلک ودريږي هغو په دې وپوهوي ، چې ولس به دغه ډول کسانو ته دا وخت ورنکړي ، چې خپلې ګټې د خوست د ولس په ګټو مقدمې وګڼي .
د خوست اوسنۍ اداره ، چې تل يې د ځمکو پر غاصيبنو ځمکه راتنګه کړې او له هغوى څخه يې يو زيات شمېر ځمکې راخلاصې کړي ، هوډ يې کړى ، چې د هوايي ډګر د ځمکو له غصبونکو سره به هم ورته چلند وکړي او ددوى به هيڅ پروا ونه ساتي او د هوايي ډګر ارزښتمنه پروژه چې د اوسنۍ ادارې د زيات زيار او د خوست د ولس هميشنۍ هيله ده پلې کړي او په دې برخه کې به د هيڅ ډول خنډ پروا ونکړي ، خو د خوست له هغه ولس څخه چې يو وخت يې د دې پروژې د عملي کيدو خوب ليده او له هر چارواکي څخه به يې ددې هوايي ډګر د جوړېدو تکراري غوښتنه کوله په کار ده چې اوس ددې پروژې کار په ډولونو او اټنونو پيل او د هغه چا پروړاندې ټنګ ودريږي ، چې اوس هم له غصب شوې دولتي ځمکې څخه د ځان په ګټه دفاع کوي .
دوى بايد دغه ډول خلک ولس ته وروپيژني، له اړوندې ادارې سره مټ په مټ همکاري وکړي او د هغوى د نامشروع غوښتنو پر وړاندې دې له موجودې ادارې سره يو لاسي شي .
ددې ترڅنګ بايد په مرکزي اداره کې اړوند وزارتونه هم د خوست د هوايي ډګر د جوړېدو د پروژې د کار د کيفيت او نظارت چارې وخت ناوخته له نژدې وګوري او په دې برخه کې په مسلکي توګه نظارت وکړي ، ترڅو پورې ددې حياتي پروژې چارې په نړوال ستنډرډ بې له کومې ستونزې په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي او د خوست مېشتو په ګډون ټول هيوادوال او دولت له دې هوايي ډګر څخه په وخت او اغيزمنه توګه ګټه پورته کړي .
په همدې هيله