ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 22nd, 2011


خلک:امينتي ځواکونه لا خو په پلازمينه کابل کې پاتې راغلي

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل بحث کې ليکلي، چې دې حملې يو ځلې بيا خلکو ته د ويرې او وحشت پيغام ورکړ او د امنيتي وضعې په اړه يي د خلکو انديښنې زياتې کړې.
خو ورځپاڼه کاږي، هغه څه، چې دې حملې يو ځلې بيا نندارې ته وړاندې کړل هغه د امنيت په ټينګښت کې د دولت پاتې راتلل دي.
ورځپاڼه ليکي، چې د امنيتي ځواکونو اهليت په يو داسې وخت کې تر پوښتنې لاندې راځي، چې ټاکل شوې، تر راتلونکو څو مياشتو پورې د هېواد امنيتي مسؤليتونه په غاړه واخلي.
د ورځپاڼې په وينا خلک اوس دې ټکي ته متوجه دي، چې دغه ځواکونه، چې نه شي کولاې په پلازمينه کابل کې د ځان امنيت وساتي، نو په کندهار او هلمند کې به په څه ډول خلکو ته امنيت برابر کړي؟
ورځپاڼې په خپل وروستي تحليل کې دولت ته سپارښتنه کړې، چې امنيتي چارې شفافې کړي او داسې لارې خپلې کړي، چې د افغاني ټولنې د اوسنيو اړتياو ځواب وويلې شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د روان امنيتي وضعيت په اړه په خپل بحث کې ليکلي، چې وسله وال مخالفين او ځينې ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې د تاوتريخوالي له لارې د امنيتي مسؤليتونو د انتقال بهير زيانمن کړي.
خو ورځپاڼې افغان دولت ولس او نړېواله ټولنه هڅولې، چې د دې بهير د ګډوډولو لپاره دې د روانو هڅو مخه ونيسي او افغان ځواکونه دې لا پياوړي کړي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې له رسنيو غوښتي، چې په هېواد کې د امنيتي مسؤليتونو د ليږد بهير لپاره د ذهنيت په جوړولو کې همکاري وکړي او په دې برخه کې دي پراخې خپرونې پيل کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بيا په پوځي روغتون د وسله والو مخالفينو پرونۍ حملې ته په اشارې د هېواد د روانې امنيتي وضعې په اړه د ولسي جرګې غبرګون راخيستې.
ورځپانه ليکي، چې د جرګې غړي د امنيتي وضعې په اړه انديښمن دي او غواړي، چې د هېواد د امنيتي ادارو مشران خپلې غونډې ته ور وبولي او د روانې وضعې لاملونه ترې وپوښتي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بيا د ولسي جرګې دا ډول اقدامات چندانې موثره ځکه نه دي بللي، چې په کې په هېواد کې د نا امنيو اصلي لاملونو ته کتنه نه کيږي.
دا ورځپاڼه په دې باور ده، چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې يوازې له امنيتي ادارو سره تړلي نه دي، بلکه د ورځپاڼې په وينا دا ځينې نور لاملونه هم لري.
د ورځپاڼې په وينا که چيري ولسي جرګه په رښتيا هم غواړي، چې د امنيتي ستونزو ريښې معلومې کړي، نو پکار ده، چې د روانې وضعې بېلابېل اړخونه وڅيړي.
خدمتګار ليکي، چې دلته په اوسني نظام د خلکو بې باوري او د چارواکو بې کفايتي د شتو ستونزو اصلي علت دې.
که نه نو د ورځپاڼې په وينا افغانان له ترهګرو نفرت لري او دوي ته به يي په خپله خاوره کې د څو سووه کيلو ميټره واټن وهلو زمينه نه برابرولې.

Copyright Larawbar 2007-2024