په ختيځ کي د ناټو څلور سرتيري وژل سوي دي
ناټو په يوه تازه اعلاميه کي د افغانستان په ختيځ کي د څلور پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړه سوی دی ، خو د سرتيرو هويت او د پېښي دقيق ځای پټ ساتل سوی دی ، ناټووايي چي دغه څلور پوځيان يې د سړک غاړي بم چاودني په ترڅ کي وژل سوي دي .
بله خوا طالب وياند رسنیو ته وويل چي نن ماپښين څلور بجې د ننګرهار په خوږياڼي ولسوالي يو امريکايي ټانک ددوی لخوا پر ښخ سوي ماين ور برابر سو چي پکښي ناست څلور کسه امریکايان ځای پر ځای ووژل سول .