بلجيم: له ښاغلي استاد يون سره خواله

د لراوبر اداره | مې 28th, 2011


 


تر هغه وروسته چي په جرمني کي د کابل پوهنتون استاد او سياسي چارو کارپوه ښاغلي اسمعيل يون سره يو شمېر افغانانو د يوې غونډي په ترڅ کي ليده کاته او بحثونه وکړه تېره شپه په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشرتابه لخوا هم يو شمېر افغانانو ته د ښاغلي اسمعيل يون سره د ليدو کاتو او يوه ماښامي اسانتيا برابره کړې وه . په غونډه کي د بلجيم کلتوري بهير د مشرتابه او غړوتر څنګ يو شمېر نورو بلجيم مېشتو علمي ، سياسي او فرهنګي اشخاصو هم برخه اخستې وه .



په پيل کي په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير په استازيتوب ښاغلي حاجي امين باوري او انجنير حضرت سادات له ښاغلي اسمعيل يون څخه مننه وکړه چي د خپل رسمي سفر په تنګ وخت کي يې د خپلو پردېسو هيوادوالو بلنه ومنله او ليدو کاتو ته يې راغی .



په غونډه کي د استاد يون د فرهنګي او علمي کارونو په اړه د خبرو تر څنګ  په ځانګړې توګه زيات شمېر حساسو شېبو کي په افغاني نړيوالو رسنيو کي د افغانستان د ملي ګټو په اړه د استاد جراﺉت وستايه او په يوه ازاد بحث کي د غونډي برخه والو د افغانستان او سيمي د وروستيو سياسي تحولاتو او پېښو په اړه له ښاغلي استاد يون څخه پوښتني وکړې .



ښاغلي يون د غونډي برخه والو پوښتنو ته جوابونه وويل ، نوموړي د خپلو معلوماتو په يوه برخه کي په سيمه کي د ستونزو او په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سيمو کي ددې قام د حقوقو تر پښو لاندي کېدو يو لوی لامل ددوی بې اتفاقي او د يوه مرکزيت نستوالی وښودﺉ .



د یادوني وړ ده چي ښاغلي استاد يون دخپلو ۳۵ ټوکه بېلابېلو نوي چاپ سوو اثارو سيټونه څخه يو سيټ په بلجيم کي افغان کلتوري بهير کتابتون ته ډالۍ کړ، همدا ډول په لسګونو نور له دغو کتابونو څخه د غونډي برخه والو ته د ليکوال په خپل قلم ډالۍ سول .



د برخه والو لخوا استاد يون لخوا پر يوه ځای د ۳۵ ټوکه مهمو او ارزښتناکو اثارو چاپ د کميت او کيفيت له مخي وستايه ، د هيواد په علمي پانګه کي يې مهمه زياتونه وبلله او مننه يې وکړه چي په دومره ګڼ شمېر کتابونه يې پخپل لاس تر اروپايي هيوادونو پوري رارسولي دي .



په پام کي ده چي ښاغلی استاد يون د ځينو نورو بلجيم مېشتو افغانانو سره تر ليدني کتني وروسته د دوو ورځو لپاره  په هالنډ کي له يو شمېر علمي ، سياسي او فرهنګي اشخاصو او ځينو افغان محصلينو سره ګوري او د سې شنبې په ورځ له هالنډه المان ته ستنيږی .

Copyright Larawbar 2007-2024