پټه مینه

حاجي امين باوري | مې 29th, 2011


په ژوندانه مې درته ونه ویلې
له پښتنو سترګو دې شرم راته
وه د پښتو مینې جذبه راسره
وم پښتونخوا کې
د پښتون په کلي
په زنکدن کې مې نارې کړې یاره
دا لېونی ستومان په تا مین دی
خو
ته
له سیندو
له
لوړو غرو وې پناه
او
ستاسې
کډه پښتونخوا کې نه وه



 

Copyright Larawbar 2007-2024