دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 1st, 2011


پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی پوځي وړمه ورځ په پکتیکا ولایت کی ماین والوزاوه او دوهم چی مرین پوځي دﺉ پنځه ورځی مخکی په هلمند ولایت کی طالبانو ویشتلی او وژلی و .
په دې سره په افغانستان کی د امریکایانو ټول تلفات ۱۶۰۰ ته ورسېدل چی ۳۲ یې صرف د مې په میاشت کی وژل سوي دي خو د جون د تلفاتو اعلان لا تر اوسه نه دی پیل سوی .

Copyright Larawbar 2007-2024