ايساف وايي يو سرتيری يې له خوبه مړ سوی دی

د لراوبر اداره | مارچ 13th, 2008


د افغانستان په سهيل کې د آيساف د يو سرتيرى مړ وموندل شو ، له کابله د ايساف له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سې شنبې په ورځ د ٢:١٥ دقيقو په شاوخوا کې د آيساف يو سرتيرى د قندهار په هوايي ډګر کې په خپل استوګنځي کې مړ وموندل شو. 


آيساف د پيښې په هکله خپلې پلټنې پيل کړي دي او اوس مهال د پيښې په اړوند لا زيات مالومات نشته.  


   د آيساف له پاليسۍ سره سم، آيساف د وژل شوي سرتيري هويت  وړاندې تردې، چې اړوند هيواد يې په ډاګه کړي، نه جوتوي. 

Copyright Larawbar 2007-2024