در نه لاړمه
وه دکړو انکار نور درنه لاړمه
شومه خوار او زار نور درنه لاړمه
درد د اشنا زړه کی راته پريښوده
تاو شوم لکه مار نور درنه لاړمه
ما ويل ستا په عشق کی به نيشه ګرځم
د ټول عمر خما ر نور درنه لاړمه
تا جز له رټلو نور څه ونکړل
لکه ګنهګار نور درنه لاړمه
مخی ته می راغلی مخ د پټ کړلو
يم په زړه ازار نور درنه لاړمه
ما د سپينو ليچو ته بنګړی در وړل
و د شيندل په لار نور درنه لاړمه
ستا د در ملنګ وم مات کچکول سره
وږی او نهار نور درنه لاړمه
نور نو ريبار نه درځی دا ستاترف
شومه توبه ګار نور درنه لاړمه
اوښکی می په جام کی يادګار وساته
رائي وړه په مزار نور درنه لاړمه
ته می د اغيار سره ميلی کوه
خوار حفيظ مليار نور در نه لاړمه
شهيد به شمه !
دا ستا د سينو د محبت تفنګچۍ
دی له مرميو ډکی
او په ماشو سپری دی
له ډير حيبته مخامخ تاته
زه دريدﻻی نشم
ځکه شهيد به شمه
په اخرت به زما لاس
ستا په ګريوان پا ته شی
ماويل
ماويل ګﻻن به در تحفه کړم ګرانی
خو ما د در تللو جرء ت ونکړلو
اوس می په لاس کی ګلان ټول مړاوی شول
د خټو وران کلی
د اروپا ښکلو ښارو کی ګرځم
د خټو وران کلی می نه هيريږی
ما چی خاپوړی پکښی کړی خلکو
هغه جانان کلی می نه هيريږی
هغه ښا يسته د ماشومتوب وختونه
هغه ښا يسته د ليونتوب وختونه
ليندی پنډوس او خوسۍ لوبی به وی
لکه مجنون د مينتوب وختونه
نجونی ګدرته تلی روانی به وی
په شان دزرکی خراما نی به وی
په دا لاسو به يي منګی ډکوه
څومره باننګه قدر دانی به وی
اوس می هغه شړ شانته ګدر ياديږی
هغه هر پښتون راته دلبر ياديږی
په محبت چی به مو غيږ کی نيول
هغه ميلی مو د اختر ياديږی
حفيظ مليار يمه هجران زبلی
خمارو سترګو د جانان زبلی
زړګی می دلته پټ ګوګل کی ژاړی
يمه دردو د افغانستا زبلی