کندهار والي: د زده کوونکو له کمښت سره مخامخ يو

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2011


د مکتبونو په برخه کي هيڅ ستونزه نسته، موږ کافي پيسې لرو، ښوونکي لرو او مکاتب لرو خو د زدکوونکو له کمښت سره مخامخ يو چي بايد والدين دې ټکي ته پام وکړي. دا خبره د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا څو شيبې مخکي په ځانمرګو بريدونو کي د ماشومانو څخه کار اخستلو په اړه په يوه خبري ناسته کي وکړه .


نوموړي پر طالبانو تور ولګاوه چي د هغو ماشومانو څخه چي بايد ښوونځيو ته ولاړ سي دجګړې په ليکو کي کار اخلي او د ځانمرګو بريدونو لپاره ناوړه استفاده ځني کوي .


نوموړي دا ومنل چي د پوليسو په ليکو کي هم د لږ عمر لرونکو ځوانانو ستونزه سته خو د له منځه وړلو هڅي يې رواني دي ، پر خلکو ږغ وکړ چي خپل اولادونه په ښوونځيو کي شامل کړي او هغه چي بېلابېلو مدرسو کي درس وايي نو نور کارونه کوي له کړو وړو يې ځانونه خبر وساتي .


والي وويل په دې نژدې درې ورځو کي د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي دوه هلوکان چي عمرونه يې د لسو کلونو په شاوخوا کي وه نيول سوي او دې کسانو ته د ځانمرګي بريد په اړه روزنه ورکول سوې وه او هېڅ دا ټکى په پام کي نه و نيول سوى چي دا معصوم او بې ګناه انسان ولي په دومره بې رحمي سره ووژل سي.همداراز د کندهار په ارغنداؤ ولسوالۍ کي هم دوه نور ماشومان چي ماينونه يې ښخول ويډيو او عکسونه يې اخستل سوي او د دولتي ځواکونو سره سته دي.


افغان دولت او بهرنيان په پرله پسې توګه رسنيو ته داسي ماشومان ښکاره کوي چي ګواکي طالبانو ځانمرګو بريدونو ته هڅولي دي خو طالبان دا خبره نه مني .


د کندهار والي ددې خبري غونډي څخه لږ وروسته پوليسو د کندهار په لسمه حوزه کي د يوه لس کلن هلک د نيولو خبر ورکړ چي غوښتل يې ځانمرګی بريد ترسره کړي . پوليس وايي چي لس کلن هلک د بلوچستان په کوټه ښار کي روزل سوﺉ او کندهار ته د ځانمرګي بريد لپاره راوستل سوﺉ و .

Copyright Larawbar 2007-2024