د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوى وتښتول شو.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 26th, 2011


لاهور: د جيو د خبري کانال د خبر له مخې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوى شهباز تاثير نامعلومه وسله والو تښتولى دى، د پوليسو په وينا شهباز تاثير د خپل دوست سره د ګلبرک څخه تېرېدلو چې په موټر کې څلورو نامعلومو وسله والو درولو، نوموړى يې په موټر کې وتښتولو او دوست يې په سرک پرېښى دى، پوليسو پلټنې پيل کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024