د مورري رخصت راکوه ځم درڅخه پر ليکه
ما په سینه پوري مرګی تړلئ زما په تندي کی شهادت لیکلئ
په قواله مي دی جنت ګټلئ ما مي تقدیر د خپل خالق منلئ
پیوند د میني می شلوم درڅخه موري رخصت راکوه ځم درڅخه پوره شعر http://jahanionline.com/detail.php?id=213
د وطن مور
بچیه پام کوه غافل نشی بیا
ظالم یزید په شان جاهل نشی بیا
د ښکلو حورو او غلمان په تمه
د بیګناه خلکو قاتل نشی بیا
جنت ګټلی په وژلو نشي
د خپل ولس په ځورولو نشي
تا جنت نه، بلکه دوزخ ګټلی
چې غلامی د آی اس آی منلی
بچیه سم شه نور ګناه مکوه
په خپلو خلکو ناروا مکوه
نور د پردیو به لمسون بچیه
بس دی وطن سره جفا مکوه
وطنخوا