ترفرانسې اوبلجيم وروسته هالنډ هم پر نقاب بنديزولګوي

د لراوبر اداره | سپتمبر 17th, 2011


دسياسي ګوندونو تر منځ د اوږدو بحثونو وروسته د هالنډ حکومت هم د نقاب (برُقې ) پر استعمال بنديز لګوي، د هغو ښځو لپاره چي چادري پر سرکوي درې سوه اتيا يورو (انډول يې ۲۳۰۰۰ -افغانۍ)جريمه ټاکل سوې ده ، د هالنډيان وايي چي دا ګام  د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوی لپاره پورته کوي .


بله خوا په فرانسه کي يوه الجيريايي الاصله سوداګر  ريچارد نيکاز چي ددې قانون سره سخت مخالف دئ په  هالنډ کي دهري هغ جريمې تحويلولو ته تيار دئ چي مسلمانو ښځو ته د شرعي حجاب د استعمال له امله ورکول کيږي. نوموړي تر دې مخکي هم په بلجيم او فرانسه کي دې ته ورته جريمې تحويل کړيدي.


د نورو اروپايي هيوادونو تر څنګ په فرانسه او هالنډ کي هم د پام وړ تعداد مسلمانان چي د پلرونو او نيکو څخه دغو هيوادونو ته راغلي دي اوسيږي ددغو مسلمانانو اروپايانو اکثريت يې په ورځني ژوند کي شرعي حجاب مراعتوي .


ديادولو وړ ده چي په يادوسوو هيوادونو کي يوازي د هغه نقاب پر استعمال بنديز لګېدلی دی چی يا خو يې ټوله مخ پټ وي يا يې درې برخي مخ پټ وي ، د پوړني يا ټيکري د استعمال په اړه څه ندي ويل سوي .


Copyright Larawbar 2007-2024