“قدم په قدم” خپرونه به د راروانې مياشتې نه شروع کېږي
د رېډيو پاکستان پېښور څانګې کاميابه خپرونه “قدم په قدم” به د راروانې مياشتې په دوېمه اونۍ کښې يو ځل شروع کېږي. د خپرونې پروډيوسر عمر ناصر، پريزنټر قاضي خامس او ګل محمد بيتاب دي. خبريالانو سره په خبرو اترو کښې د “قدم په قدم” خپرونې منيجر عرفان يونس وويل چې د رېډيو پاکستان پېښور کاميابه پښتو خپرونه به د راراوانې مياشتې په دوېمه اونۍ يو ځل بيا شروع کېږي، د دې خپرونې په منځ کښې به د پښتو ډرامه “نمر په چينارونو” او د نوي کهول دپاره پښتو ډرامه “دا دنيا زمونږ دنيا” هم خپرېږي. له دې علاوه به د نامتو شاعرانو او اديبانو مرکې خپرېږي. خپرونه کښې به د پښتو ژبې مشهور شاعر او اديب، شاعر امن پير ګوهر مرکې سره سره به دې بې روزګاره ځوانانو دپاره تعليمي او تفريحي معلومات هم ورکول کېږي، دا خپرونه به د رېډيو پاکستان د پېښور څانګې نه هره ورځ مازيګر خپرېږي.