ایساف: الوتکې مو بیړنۍ ناسته کړې وه

اسدالله زړه سواند | اکتوبر 15th, 2011


ایساف ځواکونه وایی، چی تیره ورځ یی د افغانستان په جنوب کی سی ایچ اولس ډوله الوتکي بیړنۍ ناسته کړي.

ایساف ځواکونو د یوی اعلامیی په خپرولو سره ویلی،چي د بیړنۍ ناستې په مهال په الوتکه کې دولس سورلۍ او پنځه تنه عمله یې موجوده وه، خو چاته پکې زیان نه دی رسیدلی.

اعلامیه وایی، چی ددوی لومړنۍ ارزوني ښودلي، چی ددی ناستی اساسی علت تخنیکی ستونزه وه.‬

خو وسلوالو طالبانو ویلی چې د دوی ځواکونو د اروزګان ولايت دچارچينو ولسوالئ د ديخدان په سیمه کي دامريکايي ځواکونويوه پوځي چورلکه چې په کمه ارتفاع کي دتیريده را نسکوره کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024