یو افغان پوځي دوه اسټرالوی پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 29th, 2011


ایساف راپور ورکړ چی یو افغان پوځی په روزګان ولایت کی پر اسټرالوی پوځیانو ډزی وکړې چی له امله یې دوه اسټرالوی پوځیان او د هغوی ترجمان ووژل او اووه نور یې زخمیان کړل . وروسته نورو پوځیانو دغه حمله کونکی هم وواژه چی د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی و . د پیښی علت تر اوسه معلوم نه دی او نه هم چا د دې حملې مسؤلیت منلی دی .

له بلی خوا غربي رسنيو د ناټو په حواله راپور ورکړى چی د کابل د نننۍ ځانمرګی حملې له امله ١٣ امريکايي پوځیان ، درې ملکي افغانان او یو پولیس له منځه تللی دی. طالبانو د دې حملې مسؤلیت و مانه .

Copyright Larawbar 2007-2024