بادغيس:د ښوونځیو وښوونکو ته ورکشاپ جوړ شو
د بادغیس ولایت د مرکز اړوند او ولسوالیو د ښوونځيوو ښوونکو ته د درسی میتود ترعنوان لاندې ۵ ورځنۍ ورکشاپ د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې پيل شو.
نوموړی ورکشاپ د اسید موسسی په مالی لګښت او د بادغیس ولایت د پوهنې رياست لخوا جوړ شوى دى چې د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۵۰ تنه ښوونکي ګډون لري چې له مخي به یی د نوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.
د یادونې وړ ده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانستل به ښوونکو د پوهي د لوړلو په کچه کې دنوي روزنې د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی ولری .