کور / تازه خبرونه / په مردان كښې د جينكو د سكول په خوا كښې بمي چاودنه

په مردان كښې د جينكو د سكول په خوا كښې بمي چاودنه

پېښور: داى پي پي دخبر له مخې د مردان په شاه ډنډ بابا سيمه كښې د جينكو د سركاري سكول په خوا كښې په بمي چاودنه كښې يو پوليس سرتېرمړ د او د دريو اهلكارو پشمول اته تنه ژوبل شوي۔ نامعلومو کسانو په مردان كښې په صوابۍ سړك د جينكو سركاري هائير سېكنډري سكول د لويې دروازې سره په دوو بېلا بېلو ځايونو كښې چاودېدونكي توكي ځائ په ځائ كړي وو په كومو كښې چې په يو ځائ د سكول د څوكيدار نظر پريوتو او پوليسو ته يۍ اطلاع وركړه۔پوليس راورسېدل او د لويې دروازې په خوا كښې ځائ په ځائ كړې شوي چاودېدونكي توكي يۍ شنډ كړل۔په دې موقع د خزلې په ډېران كښې پټ كړې شوي چاودېدونكي توكي وچاودېدل او په ترڅ كښې يۍ يو پوليس كانسټېبل الله نواز چې د حېرآباد اوسېدونكې دې په ټكي مړ او د دريو پوليسو پشمول اتنه تنه سخت ژوبل شول۔ژوبل شوي كسان د مردان لوي روغتون ورسول شول او د يو سخت ژوبل شوې تن د پېښور روغتون ته ورسول شو۔د پېښې څخه وروستو پوليسو سيمه محاصره كړه او د لټون عمليات يۍ پېل كړل۔په پېښه كښې دمړ شوي پوليس سرتېري الله نواز د جنازې لمونځ د مردان په پوليس لائن كښې ادا كړې شو۔د جنازې په لمونځ كښې د مردان ډي آئي جي پشمول نورو اعلٰی چارواكو او پوليسو په لويه شمېره ګډون وكړو