له میوند څخه تر سواته، ملاله ده ملاله

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2011


دنومبر  د ۲۵ په ومناسبت
سهار وختې د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته مې د پاکستان خصوصي ټلویزیون ((جیو)) خبرونه اورېدل. په دې اړه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسېدو دنړېوالې ورځی (نومبر ۲۵) په مناسبت ریپورټ وړاندې کاووه. د جیو ټلویزیون منصور علی خان او فریده فاروقی خبرونه لوستل او فریده فاروقی په اردو ژبه وویل: ((دحوا لور تر نن پورې د ظلم او تشدد ښکار ده)). د ملګرو ملتونو په حواله یی ریپورټ ورکړ چې په نړۍ کې ۷۰ سلنه ښځې د کورنۍ تاوتریخوالي ښکار شویدي او په نتیجه کې په جسمي او ذهني ناوړو مرضونو اخته دي.


اما تر ټولو مهمه زما لپاره د سوات د یوې  ښوونځې د زده کوونکې ملالۍ یوسفزي په اړه ریپورټ او دهغې خبري وي . معمولا په دغه ورځ د خواشیني، غم، ظلم، وهلو، ټکولو، تښتولو، وژلو او زخمي کولو خبرونه او احصاییه ورکول کېږي ترڅو د ولس توجه د ښځو حقونو ته راواړوي، اما ((دعزم او بریالیتوب)) کیسې چې ولس ته په مثبت مثال سره د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی ورکړي، اصلا تر سترګو نه لیدل کیږي.


د ملالۍ  کيسه دعزم، بریالیتوب او هوډ څخه  ډکه وه. دملالۍ یوسفزۍ ښوونځی د وسلوالو طالبانو له خوا په سوات کې سوځول شوې وه، اودا د سوځول شوی ښوونځي په وران تعمیر ناسته او په ډیر قوي انداز وايي: ((که حالات او شرایط هر ډول وي، زه به خپل تعلیم ته دوام ورکوم، تعلیم او زده کړه زما حق دی او هیڅوک یې له ما څخه نشي اخیستلی)) د خپلو خبرو په دوام یې وویل: (( تعلیم زما ژوند دي، پرته له تعلیمه زه مړه یم)) بیا وايي: (( زه غواړم په راتلوونکې کې سیاستواله شم، ځکه اوسنیو سیاستوالو په دې اړه یوازې خبرې کړیدي او زه غواړم سیاست د تعلیم په خدمت کې ورکړم)). ورنه پوښتنه وشوه: د سیاست لپاره خو د پیسو ضرورت وي، ته دومره پیسي لري چې ورباندې سیاست وکړي؟ ملالۍ وویل: ((دا خو دا اوسنۍ سیاستوال سیاست د پیسو له نظره ګورې، په داسې حال کې چې د سیاست لپاره د ارزښتونو او وړتیاوو ضرورت دي)).


ددغې کوچنۍ  ملالۍ غږ د ۲۱پیړۍ په ولس داسې غږ دي لکه په ۱۹ پیړۍ کې چې ملالۍ په میوند کې په غازیانو وکړ چې:


که په میوند  کې شهید نه شوي


خدايږو لالیه  بي ننګۍ ته دي ساتينه


د هماغه  زماني شرایط او د میوند د ملالۍ مناسب غږ، ددې زمانې شرایط او د سوات د ملالۍ مناسب غږ. یوې ملالۍ غازیان او بلې سیاستوال چلنج کړ!  یوه د مټو، تورو، ټوپک او جګړي په میدان کې او بله د قلم، فکر او سیاست په میدان کې ولس ته ګوت څنډنه کوي. د یوې ملالۍ غږ موږ ته زموږ تېر برم را په یادوي او بله دورک شوي برم د لاسته راوړلو نوي لیدلوري را په ګوته کوي.


ددودیزی لويې جرګې په اخرنۍ ورځ د افغانستان  ولسمشرحامد کرزی هم پنځه ځله دا کلمه تکرار کړه چې (تعلیم، تعلیم، تعلیم، تعلیم او تعلیم)).


هو! د ټولو جنګونو، نا امنيو، ناخوالو، غربت،  فقر، اختلاف او د سیاست په میدان  کې د ناکامي اصلی عامل جهالت او بي سوادۍ ده او تل په تېرو کارنامو یوازي د ویاړنو تر بریده بسنه کوو، اما د نن او سبا په اړه موکله هم په خپله ماضی انتقادي نظر نه دی غورځولی ترڅو روښانه لیدلوري ځان، کورنۍ، ولس او هېواد ته و ټاکو!


راځۍ د  سوات دملالۍ دا غږ چې(( تعلیم زما ژوند دي، پرته له تعلیمه زه مړه یم))،  خپل لیدلوري وټاکو. ددې په خاطر چې دې لیدلوري ته مو د عمل جامه ور اغوستي وي لاندي مشخص وړاندیزونه لرم:


په لوڼو او زامنو تر لیسانس پورې تعلیم نه کول په قانون کې جرم و ګڼل شي او که ددې په وړاندې هرڅوک مخالفت کوي، د قانون مطابق سزا ورکړای شي.
که مور، پلار، وروڼه او یا نور خپلوان ددې پر وړاندي خنډ وي، باید ډېره لویه مالي جرمانه ورباندې کيښودل شي.
د تعلیم په هره کچه نصاب کې بنیادي اصلاحات راوستل شي او داسې نصاب ټولنې ته وړاندې کړو چې ملا او مکتبي مو ټول په ګډه په دین، ساینس او سیاست بشپړ پوهه وي. یو د بل متمم وي، نه یو له بله سره په ټکر کې!!
له دغه قانوني اصلاحاتو وروسته ((دتعلیم مستقل نوي قانون)) تدوین او ددې د نظارت لپاره مستقله اداره وټاکله شي او د نیمګړتیا په صورت کې له دغې ادارې سره جدي محاسبه وشي، ترڅو قانون په بشپړ ډول تطبیق کړي.
د افغانستان هر کلی کم تر کمه یو جومات لري او زموږ اکثره مکتبونه تعمیر، احاطې، ښوونکي او اوبه نلري. دا ټول جوماتونه ثبت او راجسټر، ملا امامانو ته لازمه زده کړه، د ښوونې اصول او د افغانستان د حکومت له خوا لازم امکانات برابر او د عالمانو په توافق ورته ((ګډ نصاب)) او ټاکلی طرزالعملونه جوړ کړای شي. له یوه پلوه به مو د ځای، اوبو او ښوونکو ستونزي حل کړي وي او له بل پلوه به مو ددین چې څنګه حق دی ټولني ته ورپیژندلی وي او هم به مو د مکتب او جومات ترمنځ فاصلي له منځه وړلي وي او ((تعلیم د ټولو لپاره) شعاربه موپه ريښتینی بڼه عملي کړي وي. همدارنګه دا ترټولو غوره سوچه افغاني ارزانه لاره ده.
یوه هر اړخیزه سروي وشي او ټول هغه دودونه، رواجونه او قوانین چې د تعلیم پروسه (خصوصا د لوڼو لپاره) ټکني کوي او هغه رواجونه او قوانین چې د تعلیم پروسه تیزوي معلوم او پر بنسټ یي عملي اقدامات وشي.
که چیري دا کار وشي بیا به نه یوازي د  حوا لور بلکې د میوند (بر) او سوات(لر) لوڼې او زامن د سیاست، امن او اقتصاد په ډګر کې د نورو سرلاري وي.

Copyright Larawbar 2007-2024