کور / علمي / د ژبو تاریخ

د ژبو تاریخ

 په بېلابیلو وختونو او ځایونو کي د ژبي د پیدایښت یو څېړنیز سفر


د کتاب او لیکوال یوه لنډه پېژندنه :
 د ( ژبو تاریخ ) کتاب توورې یانسن په سویډني ژبه لیکلی دئ.  او په ۲۰۱۰ کال کي له چاپه را وتلی دئ . په دې کتاب کي لیکوال موږ په بېلابیلو وختونو او ځایونو کي د ژبو د پیدایښت یوه څېړنیز سفر ته بیایي. د ژبو دا سفر چي د میلیونونو کلونو وړاندي وختونو څخه شروع کیږي او بیا له ډېرو اوږدو زمانو له تېردولو څخه تر اوسنيو وختونو پوري را رسیږي . دا کتاب له هغو پخوانیو ډله ییزو ښکارایانو خلګو د ژبو څخه بیا تر لومړنیو مصري او چینایي غټو لیکل سوو ژبو پوري رسیږي، بیا د یوناني ژبي څخه  تر لاتیني ، عربي ژبي او همدغسي تر اروپایي ژبو، تقریبا تر ۱۵۰۰ کلونو پوري رسېږي.او بیا تر هغه وخته، چي اروپایي ژبي پر ټوله ڼړۍ پراختیا مومي، معلومات را کوي. او همدغه رنګه دا، چي څرنګه یوه ژبه منځ ته را ځي ؟ او څرنګه له منځه ځي ؟ بیانوي .ډېر جالب کتاب دئ. او ډېري بېلابیلي ژبي پکښي تشریح سوي دي. ځکه ئې ما و پښتو ته د ژباړولو اړتیا و لیدله . څو نور پښتانه ئې هم له لوستولو څخه ګټه او خوند واخلي . هیله ده چي دا کتاب مو خوښ سي. البته ژباړه به ئې له نیمګړتیاوو څخه خالي نه وي، نو هیله ده چي بخښنه را ته وکړی . او همدغه رنګه د لر و بر له ویب پاڼي څخه هیله لرم چي که ئې په بېلابیلو برخو کي خپور کړي، ډېره مهرباني به ئې کړي وي .                                               
توورې هانسن په ۱۹۳۶ کال په سویډن کي زېږېدلی دئ . نوموړی د لاتیني ژبي او افریقایي ژبو پروفیسر دئ ، او تر اوسه پوري هم د سویډن د ګوتمبرګ په پوهنتون کي استاد دئ . ده خورا ډېري علمي لیکني کړي دي. او خپلي ډېري علمي ځېړیني او لیکني ئې د ژبو تغیراتو ته او د ژبو او ټولنو تر منځ و اړیکو  ته ځانګړي کړي دي. ډېر مشهور کتاب ئې د لاتین په نامه دئ، چي په ډېرو نورو ژبو باندي هم ژباړل سوی دئ . ده د خپلو ډېرو علمي څېړونو څخه جائزې او تقدیر نامې هم تر لاسه کړي دي. آخری کتاب ئې دا د ژبو تاریخ دئ،چي مخکي ئې یو څه بیان و سو .




د ژبو تاریخ
په بېلابیلو وختونو او ځایونو کي د ژبي د پیدایښت یو څېړنیز سفر
 
ژبه له تاریخ څخه مخکي


ژبه څه وخت منځته راغله؟
 د موسی ( ع ) د کتاب (تورات) څخه پوهيږو چي آدم عليه السلام له خپل پېداښت سره سم خبري کولای سوای . دده له خلقت سره سم دا ورته ویل سوي او دا وظیفه ورکول سوه چي « لوی خدای( ج ) د مځکي پر مخ ټول حیوانان، او د آسمانو ټول مرغان له خاوري څخه پیداکړي دي او دوی  ټول د آدم و مخته راوستلي دي چي دی یو نوم ورته غوره کړي. » او ده هم ټولو ژوندیو موجوداتو ته یو نوم ورکړی.                         
ټولو حیواناتو ته نوم غوره کول په حقیقت کي د ژبي د یوې برخي پیداکېدل دي ، چي دا د آدم علیه السلام د لومړيو کارو څخه ول . البته آدم ( ع ) ټوله ژبه نه ده جوړه کړې، ځکه ژبه دده څخه مخکي هم موجوده وه لکه په انجیل کي چي ویل سوي  دي ، چي خدای( ج ) وایي « روښنایي به پیداسي. » خدای تعالی له اوله سره د انسان سره خبري کړي دي.
ډېر خلګ به ښایي هغه راز فکر و نه لري لکه په انجیل کي چي راغلي دي خو څه چي هلته ویل سوي دي ، په هر صورت د غور وړ دي. هلته دا ښوول سوي دي چي انسانانو څرنګه په ډېره علاقه سره د خپلي ژبي او د دوی  سره د هغې د اړیکو په باره کي فکر کړی دئ.
اول خو دا د خیرانتیا وړده چي آدم له زده کړي ژبي سره خلق سوی دئ ، مګر دا بیا د منلو وړ ده که څوک داسي فکر وکړي چي د انسان پیدایښت لومړی او ژبه یي وروسته پیداسوي ده. وړوکی ماشوم هم له لومړي پیدایښت سره سم خبري نسي کولای ، نو د لومړني انسان پیدایښت هم د وړوکي ماشوم څخه ماسېوا کېدلای نسي .
مګر د انجیل بیان بیا داسي دی چي انسان مشخص نومونه و مشخصوشیانو ته له لومړي سره څخه ورکړي دي او په دې ډول له حیوان څخه د انسان ډېر لوی توپیر د خبرو کولود قوې او هم ټولو حیوانانو ته د نوم ورکولو، په اساس سوی دئ . آدم د ژبي د درلودلو له امله پر حیوان برتري لري او هم پر دوی حکمداري کوي .
داسي عقیده هم سته چي دا اوسنی انسان په یوه لحظه کي پیدا سوی نه دئ، بلکي دا د یوه داسي پخواني ژوندي موجود پرمختللی حالت دئ چي ډېرد بیزو و شکل ته ورته دی .اما اصلآ انسانان څه وخت انسانان سوي دي ؟
یا په بله ژبه، څه وخت هغه پخواني ژوندي موجودات چي موږ ادعا کوو زموږ له اوسني جنسه څخه ول ، زموږ په اوسني شکل واوښتل ؟
یو جواب چي زیاتره ویل کېږي هغه دا چي انسانان هغه وخت انسانان سول ، کله چي ژبه منځته راغله چي دا جواب د انجیل له بیانه سره هم سر خوري.په طبیعي ډول هم دا دمنلو وړ ده چي انسان د هغو موجوداتو له جملې څخه دئ چي انساني ژبه لري.
 په دې جواب سره هم موږ و هغي بشپړي نتیجې ته نه رسېږو چي څه وخت انسان د لومړي ځل له پاره د انسان په ډول ځان ښکاره کړ. یا موږ تر اوسه نه پوهېږو چي اوله جمله څه وخت وویل سوه ؟
  دا ادعا هم قانع کوونکې نه ده چي احتمالا به ډيرو هوښیارانو خلګو له ډيرو پخوانیو ( انتیکو ) وختونو څخه بیا تر اوسه په دې باره کي څېړني کړي وي چي دا پېښه کله او څرنګه واقع سوې ده .
 یو شی چي موږ ته تر اوسه پوري د ډاډ وړ دئ ، هغه دا چي انساني ژبه لږ تر لږه پنځه زره کاله زړه ده ، پخواني لیکونه تقريبا ټول د دې خبري تصدیق کوي.  هغه ژبي چي البته د لومړي ځل له پاره ثبت سوي دي هغه سوميري او مصري ژبي دي ، چي د عمومي خا صيتونو له رويه له دې ننیو ژبو سره  کوم فرق نلري . او دا ټولي خبري بیا پردې دلالت کوي ،  چي دا نننۍ ژبه له ډېر پخوا څخه موجوده ده .                 
  دا چي څومره به زړه وي موږ ته نه ده معلومه . تر اوسه صحيح اسناد په لاس کي نسته. ګویا پدې باره کي ټول توضيحات يوازي حدس وهل دي . په عمومي ډول خلګو کوښښ کړي دئ چي پر دوو عواملو په باب یي حدس ووهي.
لومړی معلومات، له تاريخ څخه وړاندي د انسانانود عمومي کلتوري ودي په باب دي، چي دا ډول معلومات د پخوانيو شيانو او پخوانيو رساميود پيدايښت او ددوی د مطالعې څخه په لاس راغلي دي .
دوهم د انسان د اناتوميکي جوړښت پرمختګ دئ، چي تر یوې اندازې پوري په مختلفو وختونو کي د انسان د هډوکو له پيداکولو معلوم سوي دي.
 څلويښت زره کاله او که دوه ميليونه کاله ؟
 لرغون پيژندونکو یوازي پر هغو ډبرینو وسایلو او هډوکو باندي تآکيد نه دئ کړی، چي د مختلفو وختونو په جريان ور ځیني کي کار اخيستل سوي دی، بلکي پردې برسېره یې د بېلابيلو وختونو څخه موجودي مجسمې ، کندن کار ۍ او رسامۍ هم څېړلي دي. ددغو وسايلو له موندلو څخه یې داسي نتيجه اخيستې ده، چي انسانانو د نوو شيانو په پيدا کولو کي د تېرو څلوېښتو زرو کالو راهيسي د اوسني موډرن انسان په شان استعداد درلودئ . د مثال په ډول دوی کولای سوای چي د کار وسايل کشف کړي او هم و هغوی ته هنري شکل ورکړي . نتيجه دا چي تقريبآ د دومره اوږدې زمانې راهيسي هغه ژبه استعمال سوې ده چي و اوسنی ژبي ته تقريبآ ورته ایسېده .
 تر دې وړاندي ، تقريبا دوه ميليونه کاله مخکي، چي د ډبرو کوم وسايل په وجود راغلي دي. په هغو کي تنوع ډېره لږ معلومېږي او ډېري کمي داسي علامې په کښي معلومي سوي د ي چي څوک دې هنري کوښښ کول وبولي.
     پر هغه وسايلو چي لرغونپوهانو تآکيد کړی دئ، داسي معلوميږي چي ژبه لږ ترلږه څلوېښت زره کاله مخکي هم واو سنۍ ژبي ته تقريبآ ورته معلومېده، دا موده ښایي تر دې هم ډېره مخکي، چي احتمال لري په ميليونو کلونو مخکي وي.
هغه کسان چي د لرغونو انسانانو د اناتوميکي جوړښت په مطالعه اخته دي، وایي، چي دغه اوسنی انسان د سلو يا يو سلو پنځوسو زرو کالو په شاوخوا کي، بېله دې چي په شکل کې کوم تغير راغلئ وي، موجود دئ. نو دا ددې معنی لري، چي د هغه وخت انسان  هم  زموږ په ډول د د ټولو اعضاوو درلوونکی وو ، مثلآ د ويلو غړي ( حنجره ) او مغز یې درلود. او د ژبي د نه استعمالو د پاره یې په جوړښت کي کم اناتوميک ، فکري او یا عقلي کمبودي هم نه درلوده. ددوی د ژبي حرکت په خوله کي په همدې ډول آسانه وو لکه زموږ دا چي دئ، ددوی د ستوني جوړښت او په هغه کي د آواز تارونه ، چي موږ پوهېږو د خبري کولو او پوهېدولو په وخت کي استفاده ځیني کېږي هم زموږ په شان ول ، او د دوی په سر کي ماغزه هم زموږ د مغزو په رقم په دغه پېچلي ډول پراته ول. 
کله چي خبره تردې هم دمخکنېو وختونو سي، هلته بیا نو په دقيق ډول نسوویلای چي د انسان جوړښت دي په همدې ډول وي لکه مخکي چي وویل سوه. مخکي له دې چي انسان د انسان په ډول یو څه ځان ښکاره کړ، لومړني غاري انسانان موجود ول. د دوی مغزي جوړښت و اوسنيو انسانانو ته یو څه ورته وو، مګر د دوی د سر شکل اود دوی د زامو شکل بل ډول ؤو. له دې څخه موږ ویلای سو چي ښایي هغوی به ځيني ژبني آوازونه زموږ په شان نسوای ادا کولای .
په دې حساب نو مشکله ده چي قضاوت وکړو، ځکه له دوی څخه موږ ته یوازي د هډوکو ځیني ټوتې پاته دي، او خبري کول خو د انسان د خولې او ستوني د نرمو اعضاوو په کومک کېدای سي. هغه څېړونکي چي په دې کار لګیا دي، له هډوکو څخه د نرمو اعضاوو معلومول به ډېر ور ته مشکل کار وي. تر لومړني غاري انسانانو دمخه چي بیا نور کوم انسانان موجود ول، د هغو د پاته سویوو هډوکو څخه معلوميږي چي زموږ سره یي دېر فرق درلودی. دوی احتمالآ د فيزیولوژيکي علتونو له امله نسوای کولای داسي خبري و کړي لکه موږ چي یې کوو. او له هډوکو څخه د ژبي د پوهېدولو وړتیا معلومول چي د خبري کولوپه شان مهه ده ، اصلآ مشکل کار دئ.
ددې بحث څخه دا نتيجه اخلو او هم باید پدې مطمين واوسو، هغي ژبي چي اوس موجودي دي لږ تر لږه څلوېښت زره کاله مخکي او ښایي تر دې هم پخوا ویل کېدې . د هغو پخوانیو ډبرینو وسایلو څخه چي انسانانو پيداکړي دي ، داسي معاوميږي چي د زوړوالي سرحد یې تقريبآ دوو میلیونو کالو ته رسیږي.


دا څنګه پېښه سوه ؟          
 ‎      ددې سوال لپاره چي ژبه کله منځ ته راغله ، څو ډوله جوابونه موجود دي . دا پوښتنه بیا البته په دا دوهم سوال پوري هم تړلې ده، چي دا څنګه پېښه سوه چي ژبه په وجود راغله. ددې جواب بیا تر اول سوال هم مشکل تره دئ.
   انساني ژبه موږ د یوه ډېر پرمختللي او ډېر تغير کونکي سیسټم په حیث پېژنو، چي په محاوره او مفاهمه کي کار ځیني اخیستل کیږي. هغه څه چي ددې سیسټم جالیبیت ښیي، دادئ چي ډېر مغلق پیغام په ډېر باورنه کوونکي، چټکه ، او موثره توګه و خپل ځای ته رسوي.
زموږ ژبه د پرله پېچلتیاوو، بدلون خوړولو او په آسانۍ سره د ځان عیارولو په واسطه په پیغام رسوولو او مفاهمه کي د نورو تي لرونکو ژوو سره فرق لري. مګر ځیني مشابهتونه هم پکښي موجود دي.
هغه سیګنالونه چي موږ یې د آواز په شکل استعمالوو، د خولې له لاري ایستل کیږي. یعني د سږو د لاري ساه ایستل پدې خاطر استعمالیږي چي په نور تنفسي سیستم کي حرکت یا اهتزاز پیدا کړي . د همدغه پرنسیب څخه ګڼ شمېرژووي هم د آواز ایستلو دپاره کار اخلي. مثلآ، کله چي سپیان غاپي، پشیاني میاوو کوي، موږکان چوڼ چوڼ کوي، آسان شیشنی کوي، پسونه اوومباوي وایي او بیزوګاني چغاري وهي. ټول دغه آوازونه ددې اساسي پرنسیب دلاري منځته راځي. کله چي ډېرو سره ورتو جنسونو له دغه پرنسیب څخه کار اخیستی وی، نو ډېر قوي احتمال سته چي د انسانانو نیکونو دي هم تر خپل انساني پرمختګ مخکي همدغه پرنسیب استعمال کړی وي.
د نورو تي لرونکو حیواناتو آوازونه هم ، چي له خپلو هم نوعو سره یې د ارتباط نیولو په خاطر استعمالوي ، یو راز سیګنالونه دي. په عمومي ډول یې زموږ له ژبي سره فرق دادئ چي ددوی سیګنالونه ډېر بې ودي پاته سوی دي. په هر حال د هر جنس ږغ تقریبآ په یوه ډول نه په یو ډول په ځینو حالاتو کي مختلف پیغامونه یو بل ته رسوي. مثلآ یو سپی ، د مختلفو حالاتو د بیانولو د پاره بېلابېل آوازونه لري. لکه د خطر، بېري، نزدیکت او نور حالتونه. هغه کسان چي د حیواناتو تر منځ د ارتباط نیولو موضوع څېړي، پوهېږي چي ډېر مختلف الجنسه حیوانات په دې برخه کي فرق سره لري. د بیزوګانو ډېر جنسونه د سیګنالونو د رسولو د پاره په لسهاوو مختلف سیستمونه لري. جالبه یي زموږنژدې دوستان، چمپانزي او په هغو کي بیا ګردي یا لنډي چمپانزي دي چي د نورو بیزوګانو په پرتله پر مختللی سیستم نلري.
انساني خبري د نورو حیواناتو سره په ږغ کي توپیر لري. یو ډېر مهم او پرنسیپي فرق یې دادئ چي نور حیوانات د هر نوع پیغام د پاره یو ډول ږغ لري. او ددې  مانا بیا داده چي د دوی پیغامونه ډېر محدود دي. که چیري دوی وغواړي نوی پیغام له خپل سیستم سره ملګرئ کړي، باید یو نوی آواز هم تولید کړي.
حیواني سیګنالونه ډېر هغه انساني سیګنالونه رایادوي چي موږ یې د خندا ، ژړا ، اسویلي په نامه بولو او د خبرو کولو سره کوم ورته والی نلري.
برعکس انساني خبري د هغه پرنسیب په اساس جوړي سوي دي، چي د محدودو آوازونو له یو ځای کیدو څخه  بې شمېره پیغامونه جوړیږي. په یوه مطلقه انساني ژبه کي ښایي د دیرشو څخه تر څلوېښو پوري بېلابېل ژبني آوازونه موجود وي. دا آوازونه کېدای سي سره یو ځای سي ، او د یوه ځنځیر په ډول باندي له حروفو څخه بې شمېره لغاتونه جوړ کړي . حتی یو کوچنی هلک هم کولای سي چي د یوه یوه لغات په ویلو سره نسبت و نورو حیواني جنسونو ته په صحیح ډول ارتباط ټینګ کړي . او د لغاتو اندازه به یې هم محدوده نه وي ، په داسي حال کي چي  نور جنسونه یوازي یوه ډېره محدوده اندازه ږغونه لري .
له دې څخه دا معلومیږۍ چي انساني ژبه کولای سي چي د یوه نظر د ویلو له پاره بې شمېره لغاتونه ته ځای ورکړي . دغه راز موږ کولای سو چي له ډېرو کمو لغاتونو څخه ددې طریقې په واسطه بې شمېره جملې جوړي کړو .  موږ دا سیسټم ، چي د هغې په واسطه کولای سو هرڅومره سخت ، پېچلي او ظریف الفاظ استعمال کړو ، د ژبي د اساسي خصو صیت په حیث و پېژنو . البته دا سیسټم د هر پیغام  رسوولو له پاره کوم پرنسیپي سرحد نه ایږدي ، بلکي په پرنسیپ کي هر څه د ویلو وړ دئ.
تر اوسه پوري هیڅوک په دې خبر نه دي، چي دا عالي سیسټم څه وخت په وجود راغلی دئ . خو دا بیا معلومه ده چي دا سیسټم په ځینو جنسونو کي د یو ډول تغیر ښکارندوی دئ،  او هغه دا چي نور حیوانات خبري نه سي کولای ، خو اما ټوله انسانان بیا خبري کوي .
 د ډاروین د تکاملي فلسفې له وخت څخه یعني له ۱۸۰۰ کال له آخر څخه خلکو پر دې پوښتنه باندي ډېر بحثونه کړي دي ، او دا خبره یې منلې ده، چي ژبنی استعداد د هغه منتخب مېکانیزم په واسطه چي مخکي هم موجود وو ، پرمختګ کړی دئ . هغو وګړو چي په صحیح ډول کولای سوای یو څه ووایي او هم د  نورو په ویلو پوه سي ، باید پر خپلو نورو جنسي دوستانو برتری و لري.
د حیرانتیا خبره دا ده چي تر اوسه پوري  پر دې خبره هم توافق نسته ، چي ددې ګټه ( برتري ) څه شی ده. دا چي انسانان یو له بله سره خبري کوي، کېدلای سوای چي همدغه یې  منفعت بلل سوی هم وای. څکه یو له بله سره خبرۍ کول ، په حقیقت کي انساني مناسبات بیانوي ( حتی د دې خبري سره لا هم ټوله توافق نه لري ) .طبیعي خبره ده ، هغه څوک چي ژبه لري په یوه ګروپ کي له نورو سره ښه همکاري کولای سي ، او هم هغه ګروپ ته کامیابي ور بخښلای سي . مګر دا نظر بیا ډېر موډرن بنیادي ډاروینستان ردوي . دوی وایي چي  برتري باید یوه شخص ته د خپلو خصوصیتونه له امله ورکړل سي، نه و یوه ګروپ ته . په دې خاطر چي دا شخص دئ چي د خپلو خصوصیتونو د درلودلو له امله خپل راتلونکي هم روزي، او هم پرورښت ورکوي ، نه ګروپونه .
د داسي نظریو د لرلو په خاطر زیاتره د ژبي د پیدایښت د څېړولو تیوریسینان له مشکل سره مخامخ کیږي . او ډېري هغي نظریې چي د ژبي د پیدایښت له مسلې سره اړه لري، نا حله پاتیږي . داسي فکر هم سته، چي  ژبه د دې له پاره منځته ته راغلې ده ،  چي که څوک وغواړي ، یو له بله د خبرو کولو په وسیله هم کولای سي چي ګټه تر لاسه کړي، که څه هم هغه درواغ وي ،  او یا په دې خاطر چي څوک وکولای سي له ځینو شایعاتو د خپرولو په واسطه په یوه ګروپ کي یو ښه موقف تر لاسه کړي ، او یا د ځینو مذهبي عقایدو د مخته بېوولو له پاره په خپله ګټه کار ځیني واخیستلای سي. زه وایم چي تر ټولو به ښه خبره دا وي ،  چي ووایو د دا ټولو نظریو ردول مشکل کار دئ، البته دا نظریې تر اوسه پوري په ډېره پراخه توګه نشر سوي هم دي. خو څرنګه چي سند په لاس کي نه سته ، نو دا حدس وهل ادامه ولري.
له دې ټولو خبرو څخه داسي معلومیږي چي په اوس محال کي دا اصلا نا ممکنه ده چي پوه سو، چي ولي ژبه په وجود راغله . هغه نظریې چي د ژبو د تکامل په باره کي تر اوسه پوري سته ، تقریبا ټولي د ګومان کولو په مرحله کي دي.  مګر د ژبو هغه دوه اساسي خصوصیتونه چي د ژبو د پرمختګ په باره کي یو په بل پسي ورکول سوي دي، د پوره غور کولو وړ دي. په دې صورت کي دا ټول بیان د هغه تخنیک له استعمالولو څخه شروع کیږي چي د څو محدودو ږغونو له کارولو څخه بې شمېره لغات په لاس را ځي . او دا طریقه باید د ډېرو اوږدو زمانو را هیسي په وقفه یي ډول پر مخ تللې وي.
یوه ژبه هغه وخت کېدای سي د استعمال وړ وبلل سي، چي سړی یې په ویلو کي هوسا وي او ووایي چي دلته دا لغت مهم دي ،  یا دا بله مفرده کلمه یا اوس دا د استعمال وړ ده ، لکه دا ډول مفردې کلیمې : « حیوان ! »  « غورځول ! » « ښه ! » « اور ! » « بیدېدل . » او داسي نور . په اوسني وخت کي داسي خاموشه انسانان هم سته ، چي په پټه خوله د میني اظهار ښکاره کوي ، بېله دې چي دوی د خپلي دې میني له پاره یو څه ووایي. او په عادي حالت کي خلک هم په دې باندي پوهېږي چي د دوی مقصد څه دئ؟ 
 مشکل هلته پیدا کیږي چيی یو سړی وغواړي د هغه شي په باره کي یو څه ووایي چي ده ته ډېر نژدې نه وي . مثلا که یو څوک وغواړي چي ملګری یې له ده سره د توتو د ټولولو د پاره و یو نوي ځای ته ولاړ سي ، هلته نو یوازي دا کفایت نه کوي چي ووایي « توت ! » ، یا  « توت !» و وايي او  وهغې خوا ته اشاره هم کوي ، او یا به دا دواړه پیغامونه سره یو ځای کړي چي « توت !  ځه ! » یا « توت ! هلته ! » او یا په همدې ترتیب بل څه . په دې ډول نو د دوو لغاتو د ویلو له پاره لار خلاصیږي . او خبره و یوې مکملي جملې ته رسيږي چي په هغه کي د تصمیم ګیري ، د جملې د بلي برخي بیانول او داسي نوري باریکۍ له ورایه په کښي معلومیږي . او د کلماتو دغه راز اوډل په یوه وار منځ ته په نه دئ راغلی . احتمالا دا ډول ترکیب به د هغه تکامل نتیجه وي چي خورا ډېر کلونه ، حتی په زرو کلونه به یې په بر کي نیولي وي، چي په آخر کي ژبه  و یوه داسي حالت ته راورسېدل چي انسانانو په ډېر روان ډول، د خپلي راتلونکي او تیرو وختونو د بیانولو له پاره په ډېر ښه ډول استعمال کړه. 
که دا ټول بیان هم داسي وي ، نو زموږ د نیکونو ژبه یو له بله سره د اړیکو نیولو له پاره په ډېر پرمختللي ډول استعمال کړې ده ، او د کوم حیوان بل هیڅ  نسل د میلیونونو کلونو په دوران کي نه ده کړې . که څه هم داسي اټکل کیږي چي په هغه مهال کي به داسي ژبه موجوده نه وه ، لکه دا اوس چي یې موږ پېژنو . په هغه وخت کي د ژبي و پرمختګ ته ښایي ډېره زمانه په کار وه . او دا وخت به ښایي دومره اوږد وو لکه د انسانانو د اورېدلو د غړو ( عضلاتو ) ، د ویلو د غړو او د مغز د جوړېدولو له پاره چي په کار وو .
دا په دې معنی چي د لغاتونو د استعمالولو وړتیا به ښایي تقریبا څه د پاسه د یوه یا دوو میلیونو کالو په شاوخوا کي وخت نیولی وي، یعني د ډبرینو وسایلو د پیدا کېدولو له هنر سره به یو ځای پر مختللئ وي . له لغاتونو څخه د جملو جوړښت به ښایي وروسته پیدا سوی وي. دغه ډول ژبنئ سیسټم ، جملوي ترکیب او نوري پېچلتیاوي به بېله دي چي اوسنۍ ژبي ته پام و کړو ، په مکمل ډول تر سلو زرو کالو په لږ عمر کي پر مختللی وي .
په هر صورت ، دغه ژبه چي نن موجوده ده ، دې ته نسبتا ورته ژبي څلوېښت زره کاله مخکي هم وجود درلود . دا ددې معنی لري، چي ژبه تر پخواني ډبرین عصر لا مخکي تکمیل سوې وه ، کله چي ټوله انسانان به سره راغونډېدل او بیا به یې ښکار کاوه . او د ډبرو او هډوکو څخه به یې کار اخیست .
ادامه لري .