افغانستان تر يو وخته ديكتاتوري ته اړتيا لري نه ډيموكراسي ته.!

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2011



ګرانو لوستونكو زه به خپله ليكنه له صفره او په ټيټه سويه شروع كړم هيله ده چي د پام وړ مو وګرځي
زه كله چي ما شوم وم زمونږ كلي كور كي او ګاونډ كي به مونږ ما شومان د ساتيريو او شوخيو لپاره د يو بل كره ور تلو او د يو بل كور كي به دهغوي له مشرانو سره مور او پلار سره  يه هم يو څو شيبي خوله سړوله او د شوخۍ په بڼه به مو ورسره تيزي تيزي خبري كولي , كله كله به د هغوي لخوا هم وترټل شوو   او د ځينو ځينو هغو  له لوري به  بيا وستايل شوو او په نرمي سره به يي تر خپل كور او كوڅي تير كړو او بيا به يي خپل بچي د شوخيو ميدان ته راپسي ليږل.
مونږ چي به كله دخپل كلي او كاونډ د مشرانو  لخوا ترټل كيدلو او غوسه به يي راباندي كوله په داسي حال كي چي هغوي به خپل منځ كي يو بل سره ويل پلانيه ماشومانو سره ډيره خوله مه وهه او خپل سياست دي ورته له لاسه مه وركوه او بيا د ر سره سترګي سپينوي او په خوله به دي تريخ پياز هم نه خوري دي ته   ماشومان وايي ورسره پرده كوه او لږ ورسره سري سترګي (په خوشكه او تُنده لحجه) ګرزه.
خداي سته مونږ به هم بيا له هغو مشرانو سره ډير په پرده كي ګرځيدو كوم چي به زمونږ لپاره او زمونږ د كردار لپاره ډير تُند او ديكتاتوره وه , كوم وخت چي به يي د كلي په هر ماشوم د يوه كار كولو او يوي خبري امر وكړ خبره يه چا ځمكي ته نسواي اچولي او دده لپاره به يي ور په غاړه شوي كار تر سره كاوه كه په هر حالت كي واي كڅه هم مونږ هغه وخت كي لا د سياست په كليمه نه پوهيدو, رايه مو هم نه پكي وهله چي دا لاڅه د ي خو دي ځاي ته بيه لږ سوچ يووړو چي زمونږ مشرانو به يو بل ته ويل, لږ سياست ولره او ځان ډير بيوزله مه پريږده بيا به په كلي كي كشران ماشومان مسخري او ټوكي درپسي كوي خير دا هرڅه په همدي توګه تير شول .
له د ينه ورسته مونږه ښونځي ته لاړو او د ښونځۍ لاره مو شناخته كړه ان چي تر دولسم ټولګي پوري مونږه ښه تجربي واخيستي ، د ښونځي په دوره كي مونږ د مختليفو ښونكو او مديرانو تر لاس تير شوو ځيني به يي زمونږپه خوښه تلو او  ځينو سره به يي مونږ په خوښه تلو خو تر ټولو ښي زدكړي  اوښي تربيي هغه وخت صورت نيوه چي به مو ښونكى يا مدير لږ جدي او ديكتاتوروه.
همداسي د ژوند په ډيرو برخوكي او چاروكي زمونږ تجربي ښيي چي ديتكاتوري رهبري زمونږ په ژوند مثبتي اغيزي درلودلي خصوصاً د ماشومتوب په دوره كي , نو راځو اوس ديته چي ولي ما خپله ليكنه له صفره يعني له ماشومتوب نه پيل كړى, زه فكر كوم زمونږ هيواد او زمونږ خلك په داسي حا لت كي قرار لري چي د غربت په سختو لمبو سوځي اود هيواد تعليمي كچه مو ډيره ټيټه ده او له هر اړخيزو اقتصادي ستؤنزو سره لا س ا و ګريوان يو  له نړۍ نه سخت لري پاتي يو كه فكر ورته وسي زمونږ هيواد له نوري مخ پر وړاندي نړۍ نه دومره لري پاتي او دومره فرق يه ده لكه د يوه اوه كلن ماشوم او د يوه پنځوس كلن سړي د ژوند او تجربي په منځ كښي فرق وي, نو يعني زمونږ او ستاسو هيواد چي له كله نه د نوي ديموكراسي او نوي نظام نه برخمن شوى او د نړيوالو له پاملرني نه برخمن شوى او د 19 پيړۍ  له پرمختياوو او تخنيكي وسا يلو  نه اوس برخمن شوي يو داسي ښكاري لكه يو ماشوم چي نوى دنيا ته راشي او نوى ژوند پيل كړي.
او چي له بله پلوه اوس ورسره د هيواد سياسي بهران وسنجوو د رهبرۍ چاري سختي ټكنۍ دي ځكه  كه ورته وګورو د هيواد د جمهور رئس د رهبري زيات مهيم ارګانونه خپل واك چلوي يا په ساده ډول كه ووايو د هر ارګان مشر خپل سرى پاچا ده او بل څوك نه پيژني, او پارلماني ناندري خو يه هغه څه دي چي د ولس ټول اعتماد يه له لاسه وركړ ا و ولس يه سخت ناهيله كړ,اوبله لويه ستونزه  په دولت كي اداري فسادهغه څه دي چي دا هم د ديموكراسۍ او د رهبرۍ د سازشونو په نتيجه كي منځ ته راغلي او په بي ساري توګه يه وده كړي چي له امله يه زمونږ غريب ولس سخته زوريږي د يادولو ده چي ياده ستونزه د مكافاتو او مجازاتو د نه شتون له كبله رامنځ ته شوي چي د مكافاتو او مجازاتو د نه شتون لامل هم ده ديموكراسي نظام اود ولسمشر سازش دي چي ياده ستونزه يه  مخ په ډيريدوكړي ده  او له كبله يه په زياته پيمانه عام ولس او غريب خلك رنځيږي.
يادي او نوري ډيري ستونزي دي چي زمونږ حكومتي نظام يه را ګډ وډ كړى ده نو زه فكر كوم چي په داسي حالت كي چي مونږه قرار لرو كچيري د ډيموكراسي نظام په ځاي مو د يوه ديكتاتوري نظام تر سيوري لاندي تر يوه وخته ژوند كړي واي ګوندي زمونږ هيواد لږ په پښو دريدلاي واى اولږ د تجارت صنعت امنيت لخوا غوښن شوي  واي, خلك مو ټوله په كار شوي واي د سواد كچه مو لوړه شوي واي نو زه فكر كوم بيا راسره ډيموكراسي ځايه داي شواي, نو په داسي حالت كي فكر نكوم چي مونږ او ډيموكراسي  يو بل سره پرمخ لاړ سو كوم كي چي زمونږ هيواد او خلك اوس قرار لري.

Copyright Larawbar 2007-2024