کور / تازه خبرونه / په پېښورکې د عاشورا لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي

په پېښورکې د عاشورا لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي

پېښور: دازادې راډيو دخبر له مخې د پيښور د امنيتي چارو مسوولین وايي،چې د محرم میاشتې د لومړۍ لسیزې یا عاشورا د مراسمو د امنيت ساتنې په هدف یې په ښار کې دننه او له ښاره بهر کلک امنيتي تدابیر نیولي
امنيتي مقامات وايي،په دې ورځو کې د هرډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې ښار ته پر تلونکیو لار سربیره یې په بازارونو په ځانګړې توګه په شعیه میشتو سیمو او د تکیه خانو په شاوخوا کې څلور زره اضافي سرتیري ځای پرځای کړي.
د پيښور پولیسو یوه مشر افسر خورشید خان وویل،چې دیادو تدابیرو ترڅنګ یې لا له وړاندې د ښار ځينې مرکزي برخې د ترافیکو پرمخ تړلي او د ویر دمراسمو په ورځو کې به له ماتمیانو پرته د نوروخلکو پر تګ راتګ هم بندیز وي :
پولیسو کلک امنيتي تدابیر نیولي،ځای پر ځای امنيتي پوستې جوړې شوي او د تکیه خانو په شاوخوا او د ښار په مرکزي برخو کې چې شعیه ګان پکې زیات میشت دي هلته مو لارې بندې کړي او د هر کس او ترافیکي وسائطو کلکه څارنه او پلټنه کیږي)
په پاکستان کې د ځینې نورو اسلامي هیوادونو برعکس د عاشورا ماتمي مراسم تر تکیه خانو پورې محدود نه وي بلکې شعیه ماتمیان لارو و واټونو ته راوځي او په داسې حال کې چې ځانګړې تورې جامې یې پر تن وي په ډله ييزه توګه له یوې تکیه خانې څخه بلې ته ځي.
خورشید خان وايي،پولیسو په دې ورځو کې د هر ډول تاوتریخوالي او تروريستي پيښوڅخه د مخنيوي په هدف ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د ښار په مرکزي یا شعیه میشتو سیمو کې د سنیانو تګ راتګ منع اعلان شوی.
هغه همداشان وویل چې د امنيتي ستونزو په پام کې نیولو سره په دې موده کې په ښار کې دننه او څیرمه سیمو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ هم بندیز لګیدلی او غوښتنه یې وکړه چې د احتمالي ستونزو څخه دبچ کیدو په هدف ټول کډوال باید وضع شوي مقررات په پام کې ونیسي :
په ځانګړو ورځو کې په ځینې ځایونو کې د هر چا پر ګرځيدو او اوسیدو بندیز دی خو هغه افغانان چې قانوني اسناد ونه لري او په هوټلونو کې دیره وي یا په بازارونو کې ګرځي دهغوی پرضد به قانوني ګامونه پورته کیږي له تیرو څو کلونو راهیسې چې په پاکستان کې امنيتي وضعیت خراب شوی پولیس د عاشورا په ورځو کې کلک امنيتي تدابیر نیسي،په لویو لارو کې امنيتي پوستې زیاتوي اود ښار مرکزي او شعیه میشتو سیمو ته تلوتکې لارې د خلکو پرمخ بندوي.
امنيتي مقامات وايي،سږکال یې څلور زره اضافي سرتیري په ښار کې دننه او بهر پر دندو ګومارلي څو په دې ورځو کې د هرډول تاوتریخوالي او تروریستي پيښو څخه مخنیوی وکړي.
بلخوا شعیه او سني عالمانو پرخلکو غږ کړی چې د عاشورا درناوی وکړي او له هرډول مذهبي تعصباتو څخه ځان وساتي