په لوګر کې د کرنې او تخنیک مسلکي لېسه پرانستل شوه

رحيم ګل څاروان | دسمبر 7th, 2011


د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په ولایت کې یې د تخنیک او کرنې عالي مسلکي لېسه پرانستې او ګټې اخېستنې ته یې چمتو کړې ده.

ددې وزارت د خپرونو له ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼې کې چې لر او بر ته هم راغلې ویل شوي چې دا لیسه ۲۷ درسی خونی، لابراتوار، د تخنیکی او علمی کار شاپونه، اداري دفترونه او تشنابونه لری چې ټول پری ۵۳.۳ میلیونه افغانی د ۱۱۰۰۰۰۰ امریکایی دالرو معادل لګښت راغلی او د چک جمهوریت د ولایتی بیا رغاونې د ټیم له خوا تمویلیږی.

دا وزارت وايي چې ددغو علمي او تخنیکي ودانیو د دویم پړاو د کار بهیر چې دوه لیلیی، ډوډی خوړلو تالار او ۳۰ درسي خونې چی په عین وخت کی به د ۱۱۰۰ تنو محصلانو ظرفیت ولری، دوام لری.

د پوهنې وزارت د تخنیکی او مسلکی تعلیماتو معینیت د کار د بازار او د افغانی ټولنی د اړتیاوو په پام کی نیولو سره په ټول هیواد کی د مسلکی او تخنیکی زده کړو د مرکزنو جوړولو ته په پراخه پیمانه خپله پاملرنه زیاته کړیده چی په ټول افغانستان کی ۱۴۲ ښوونځیو او د تخنیکی او مسلکی نیمه عالی تحصیلاتو د انستیتیونو جوړول ددی حقیقت څرګندونه کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024