طالبان د ځان له پاره د یو سیاسي دفتر خلاصولو ته تیار دي
عطاالله محمدي
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب د سولې په روانو هلو ځلوکې وروستیو پرمختګونو او د افغانانو د فردي او ټولنیز خوندیتوب په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې طالبان په یو اسلامي هېواد کې د ځان لپاره د یو سیاسي دفتر پرانیستلو ته تیار دي.
ورځپاڼې په دې اړه د افغان حکومت د مرکچي ډلې د یو غړي په حواله لیکلي، چې دا به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په لور یو مهم ګام وي.
د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت د برهان الدین رباني له وژنې وروسته د سولې لپاره کیدونکې هلې ځلې ودرولې او ویي ویل، چې تر هغو به دا خبرې بیا پیل نه کړي، چې طالبان یو سیاسي اډرس پیدا نه کړي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د افغان حکومت د مرکچي ډلې د غړي په حواله لیکلي، چې که شرایط اجازه ورکړي، نو ښه به دا وي، چې دا دفتر په افغانستان کې دننه پرانیستلې شي.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم په یو اسلامي هېواد کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو په موضوع بحث کړې.
ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي، چې دوي له ډیره وخته دا غوښتل، چې طالبانو ته باید په یو اسلامي هېواد کې که هغه قطر وي، که سعودي عربستان او یا هم ترکیه سیاسي دفتر پرانیستلې شي.
خو ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت د دې لپاره، چې په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستلو پریکړه له دوي سره د سلا مشورې پرته شوې خپل سفیر له دغه هېواده رابللې دې.
ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د غړي په حواله لیکلي، چې په هر حال کې طالبانو ته په یو دریم اسلامي هېواد کې د دفتر پرانیستل ځکه ضروري دي، چې دغه ډله د پاکستان له اغیزې خلاصه شي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم په همدې مسئلې بحث کړې او د سولې د عالي شورا په حواله یي لیکلي، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د داسې یو سیاسي اډرس موجودیت خورا ضروري دي.
ورځپاڼې لیکلي افغان حکومت په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په پریکړې له دې کبله خواشیني وښودله، چې له دوي سره پرې سلا مشوره نه وه شوې، خو اوس له دې کار سره مخالفت نه لري.
هېواد:
خو هېواد دولتي ورځپاڼې وړځپاڼې لیکلي، چې د سولې د روانو هلو ځلو په اړه د افغان دولت دریځ دادې، چې دا هڅې باید د افغانانو په مشرۍ پرمخ ولاړې شي.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان ولسمشر او پخوانیو جهادي مشرانو اوس اوس په یوه غونډه کې پریکړه وکړه، چې د افغان دولت له اجازې پرته هیڅ یو هېواد دا حق نه لري، چې د سولې په خبرو کې ښکیل شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په دې برخه کې د بهرنیو خپل سرې هڅې د سولې روان بهیر له خنډ سره مخامخ کوي او افغان دولت پتیلې ده، چې په دې بهیر کې د بهرنیو د خپلسري په مخنیوي سره د دې خنډونو مخه ونیسي.
ورځپاڼې دا ویره هم څرګنده کړې، چې ممکن د سولې په برخه کې د بهرنیو هېوادونو خپلسرې هڅې دا بهیر په خپله ګټه وڅرخوي