په کندهار کي د غزل شپه ولمانځل سوه
د تيري پنجشنبې په شپه چي د ژمي اوله او د کال په ټولو شپو کي اوږده شپه وه د کندهار فرهنګي کړۍ پر يوه ټغر راټول او د غزل شپه يې د کال په تر ټولو اوږده شپه يعني د جدي په لومړی ولمانځله دا شپه يوه سړه شپه او يخه شپه وه خو په کندهار کي په غزلونو او ټنګټورسره تر سره سوه .
دا غونډه د کندهار په خوشال خان مېنه کي د ملي تاجر حاجي محمد اکبر نعمتي د کور په سالون کي جوره سوې وه او ټول مالي لګښت يې خپله ده پر غاړه اخيستی وو . چي ډيری محال د نعمتي دې کارونو ته ځايي اديبان په نيکه سترګه ګوري . او دا د شاه حسين هوتک تر دربار راوروسته په کندهار کي لومړی ځل کڼي چي په يوه کور کي يو شاعر او ملي تجار دا هڅه راپيلوي .
غونډه د شپې پر ۸ – ۳۰ دقيقې تر ډوډۍ خوړولو وروسته د قرانکريم په تلاوت سره پيل سوه د غونډي تر سټيج شاته د غزل شپه ليکل سوې وه چي غزل ته يې سور او شپې ته يې تور رنګ ورکړل سوی وو ،چي ډير فرهنګپال دې ته په ښه سترګه ګوري او وايي چي سور رنګ يوازنی رنګ دی چي د ټولو مخلوقاتو ترمنځ يوه ښه پديده ده او مشترکه هستي يې ګڼي او د ميني له زاويې ورته ګوري .
د غونډي د مشرۍ چاري په کندهار کي ځوان شاعر اوليکوال واصل حسنيار سمبالولې غونډي ته د هيواد د بيلابيلو ولايتونو تر څنګ د سويلي پښتونخواه د کوټي ، پښين . بوري . ږوب ، او چمن ميلمانه هم راغلي ول .
دې غونډي ته تقريبآ د لوی کندهار د ټولو سيمو څخه هم شاعران او ليکوال رارسيدلي ول چي زيات شمېر يې د هلمند ، زابل ، اروزګان څخه ول .
د غزل د شپې مشر ميلمه د بلجيم هيواد څخه راغلی مېلمه حاجي امين باوري ، او نور ميلمانه د سويلي پښتونخواه څخه شفيق العلم معذوريار ، محمدنعيم ازاد ، عبدالغفار مظلومجان ، نوراحمد فطرت ، نورالباري افغانمل ، عابد خان د کندهارڅخه مشر ليکوال حاجي نجيب الله هوتکي ، او په موسيقۍ پوه څوک ښاغلی حيات الله خان استاد وود مشاعرې او ټنګټور د کوربه توب چاري خپله حاجي اکبر نعمتي سمبالولې .
تر دې ټولو راوروسته د غونډي ويناوي پيل سوې چي لومړی ويناوال يې د کندهار د اطلاعات او کلتور ځوان ريئس شاعرا او ليکوال ښاغلی عبدالقديم پتيال وو
هغه اول د غزل پر جوړښت او تاريخي اهميت باندي وږغيد.
ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي
ته سوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا کړم
پتيال وويل چي غزل پښتو ژبي ته په ۸ هجري پېړۍ کي راغله ده چي لومړنی شاعر يې اکبر زمينداوری دی چي ور وروسته يې بيا په ۱۱ هجري پيړۍ کي مقامي هغه راغله چي په دې وروستيو کي يې د شکل ، محتوا ، او پيغام له مخي خورا پرمختګ کړيدی .
پتيال د خپلو خبرو په يوه برخه کي زياته کړه زه د نعمتي صاحب ددې نوښت څخه مننه کوم چي کندهار ته يې دا وياړ ور په برخه کی او دا هم يوه ډيره ليري خبره نه ده چي زموږ را روان نسل ته به دا روښانه وي چي يو وخت په دې سيمه کي ادب ته کار کيدی او نعمتي صاحب ته يې دا ډاډ ورکړ چي دده نوم به د کندهار په راتلونکي تاريخ کي د غزل د شپې تر څنګ په زرينو ټکو ثبت وي .
دا چي دا ادبي بانډار د ژمي په اوله شپه جوړ سوی وو نو د کال په ټولو شپو کي دا شپه اوږده بلل کيږي .
تر دې وروسته مشاعره پيل سوه چي تر ۶۰ زياتو شاعرانو پکي خپل غزلونه ، طنزونه ، او نثري ټوټې ولوستلې .
د مشاعرې په جريان کي يوه هيله چي له شاعرانو څخه کيدله هغه داوه چي يو ، يو غزل ولولي خو تر پايه يو شاعر هم نسو پيدا چي يوه غزل يې ويلي وي .
په دې سره د غونډي وياند ته څه درد ورغلی او د خوشال خان خټک دا بيت يې ولوست .
که هرڅو يې سمومه نه سميږي
پښاته دي د کږو کاڼو ديوال
د کږوکاڼو په اوريدولوسره پاته نورو ټولو شاعرانو دا اصل وپاله او دوې او ياهم درې غزلونه ولوستل .
مشاعره د شپې تر دوو بجو پوري لا خورا خوږه روانه وه چي وروسته د ليست شاعران خلاص سول او د غونډي مشر واصل حسنيار د پای د خبرو لپاره د سټيج سرته راغلی ا و دا لنډۍ يې وويل .
ګلونه ډير دي خدای دې ډير کي
ځولۍ مي تنګه زه به کوم ، کوم ټولومه
حسنيار لومړی د سالون چت ته وکتل او وې ويل چي دا سالون ښکلی نه دی ملګري ښکلي دي چي دې سالون ته يې نن زياته ښکلا ورکړه ،هغه د اوسني کندهار فکر نه درلود او په خپلو خبرو کي يې د لوی کندهار نوم اخيست او ويل يې چي په غونډه کي ميلمانه نسته ځکه چي ټول د لوی کندهار خلک دي نو په همدې خاطر نسم ويلای چي ميلمانه لرو .
حسنيار په خپلو دواړو لاسونه د حاجي اکبر نعمتي ميلمه پالنه ته سلام وکړه .
او په خپلو ادبي ملګرو يې باور وښود چي د ادب بيړۍ به تر خپله ساحله ورسوي او په شپه او ورځ به کار کوي .
او په دې لنډۍ سره يې خپلي خبري پای ته ورسولې
که په شېبو ، شېبو باران وي
زما په خپل جانان باور دی رابه سينه
د شپې پر دوو بجو د غزل د شپې غزلونه پای ته ورسيدل او ټنګټور شروع سو
چي پکي د کندهار محلي هنرمندانو برخه واخيستله لومړنی هنرمند نجيب شريف وو چي تر ټولو يې ډيري غزلي وويلي چي وروسته ځيني ځوانان ورته په دې تنګ سول چي هغه ډير لوړ مقامونه وايي او نوبت ته مراعتوي همدا اول ځل نه دی چي ځوانان شريف ته په درد کيږي بلکي تر دې وړاندي هم —او دوی بيا حاجي بخت کندهار ته ډير تږي ول وروسته خپله حاجي بخت سندري وويلې او لومړۍ غزل يې د هارون حکيمي دا ولوستل .
تڼۍ دي وتړه هارونه ياره
ځيګر دي پټ که څوک يې ونه ويني
په پای کي بابي قانع او ځينو نورو هم سندري په موسيقۍ کي وويلې چي تر سفيده چاوده پوري يې دوام وکړاو په شنه سهار موسيقي هم پای ته ورسيده .
ياده دي وي چي د غزل شپه بنسټ په کندهار کي ۱۳۸۸ – ۷ – ۱۹ نېټه ايښوول سوی دی .