کـــــــــــما ل

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2012



د انسـا ن ارزښت د عــلم پــه کـما ل کي
بې کما له خـلـګ نــــه وي په جمـا ل کي
کـــــه غنچې غنچې د ګـــلو د رځـړیږې
قــدرمنــد وي دعــطرونو په سمبـال کي
داسمان پرمخ تــــــیا ره خـپره خپره شي
خوښایست یې وي دستورو په مهـا ل کي
سپوږمۍ ښکلې د فــلک پرمـخ ځـــلیږي
نذ یر نسته سپین بـــدن یې پـه مشـا ل کي
کـــه انسان تنویر دعــــلم په ړنــــــا وي
چي پخې تجربې نه  وي پـــه زوال کــي
خوشبختي نغښتې د عــــلم پـه زانګـو کي
امانزیه که څوک کښیني سم په  ټـا ل کي
 ۲۸ نومبر ۲۰۱۱

Copyright Larawbar 2007-2024