ملي پوليسو ١٦ سوه کيلو ګرامه چرس ونيول

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2012


نېټه: ٢٠ ، ١٠، ١٣٩٠
افغان ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي، سپين بولدک او ژړۍ ولسواليو کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال ١٦ سوه کيلو ګرامه خام چرس نيولي دي.
پوليسو تېره ورځ سهار اته بجې د کندهار ښار ختيځ ته د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په کلي کي چاڼيز عمليات وکړل چي په نتيجه کي زر کيلو ګرامه خام چرس د پوليسو لاسته ورغلل.
له دې چرسو سره په تړاو او لاس درلودلو څوک نه دى نيول سوى.
د سپين بولدک ولسوالۍ ترڅنګ تېره ورځ د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کي هم د نشه يي توکو پر ضد چاڼيز عمليات سوي چي په پايله کي يې ٦ سوه کيلو ګرامه اوومه چرس د پوليسو لاسته ورغلي دي.

»

Copyright Larawbar 2007-2024