امریکایی پوځیانو پر افغاني مړو بولي وکړې
امریکایی مشهوره خپرونه ( مک کلیچی ) راپور ورکوی چی دریو امریکایی مرین پوځیانو د درو هغو افغانانو پر جسدونو چی په وینو لړلی او مړه پراته دي ، بولي کړی دي . دغه ۳۸ ثانیه ای ویډیو ( ټی . ایم ، زیډ ډاټ کام ) خپره کړې ده خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی دغه درې وژل سوي افغانان څوک دي لاکن په ویډیو کی د هغوی شاوخوا وسلې نه ښکاری نو ځکه معلومه نه ده چی هغوی ملکی وګړی دي او که جنګیالي دي او آیا په جنګ کی وژل سوی دي او که تر نیولو وروسته امریکایانو ضربه کړي دي .
په ویډیو کی چی لومړنی مرین پوځي پر یو جسد بولی کوی نو داسی ورته وایی : « یاره ! ښه ورځ ولرې . » دوهم مرین پوځی چی بولی پر کوی نو داسی ورته وایی : « روڼ او او ښه صاف باران . » ، او درېیم مرین پوځی چی بولی پر کوی نو داسی ورته وایی : « دا ټوله یې ستا . » راپور زیاتوی چی د دغو مرین پوځیانو د نښانونو څخه ښکاری چی د هغوی غونډ په هلمند ولایت کی مستقر دی خو دا چی نوموړې زړه دردونکې پیښه کله رامنځته سوې ، تر اوسه معلومه نه ده . سیاسی شنونکي وایی چی کله د امریکایی پوځیانو په وړاندی کلک مقاومت وسی او یا سخت تلفات وزغمی ، نو دغسی غیر انسانی اعمال کوی .