په ادارو کې کميشن کاري دنظام دکمزورۍ اوبدنامۍ څرګندلامل دى

د لراوبر اداره | جنوري 15th, 2012


اداري فسادهغه بدنامه پديده ده چې دنظام په ټولوادارو کې بې نظمۍ اوګډوډۍ رامنځته کوي ،لکه رشوت ،اختلاس،دسندونوسرقت،درسمي پاڼواوسندونوغيرمجازاتلاف،دقانوني واک له حدودوڅخه تېرى،له وظيفوي موقف څخه ناوړه ګټه اخيستنه،دعدالت دتطبيق په بهيرکې خنډاچول ،په شخصي چاروکې له دولتي امکاناتواورسمي وختونوڅخه ګټه اخيستنه،له قانوني عذرڅخه پرته له دندې څخه ډډه کول اواستنکاف ،دحقيقت کتمان،دشتمنۍ غيرقانوني زياتيدل،دسندونوتزوير اوددندې انتحال داټول په اداري فسادکې راځي. لنډه داچې،دخپلې چوکۍ اوموقف څخه ناوړه ګټه پورته کول،دګمارنې په پروسه کې دتعصب اوروابطوڅخه کاراخيستل ،دملي ګټوپرځاى شخصي ګټوته درناوى ،دقانوني کړنو،په غيرقانوني توګه سره سرته رسول،داداري کړنوپه سرته رسولوکې غفلت کول،ددولتي بودجې څخه ناوړه ګټه پورته کول ،هغې مرستې چې له ولس سره کيږي دهغې څخه ناوړه ګټه اخيستنه ،بډې اخيستل په پريکړوکې طرف نيول ،په ټولواداروکې شته قوانينوته نه درناى،په خپل وخت دندې ته نه راتلل ،پرخپل اداري چوکاټ باندې نه باور په واقعيت کې داټول داداري فسادرېښې دي . چې دافغانستان دنظام په چوکاټ کې يې ستونزې، ددولت اوملت ترمنځ يې واټن پيداکړى دى . ددولت په ادارو اودنړيوالوټولنوپه مرستوکې د فسادشتون زمونږ هېواد اونظام په نړيواله کچه له بدنامۍ سره مخ کړى دى جدي اړتيا ليدل کيږي چې ددغه بدنامه پديدې په وړاندې هرڅوک جدي مبارزه وکړي ،ترڅو افغانان نور له دې شرم څخه خلاصون ومومي .دهېوادپه مرکز ،ولايتونو او ولسواليوکې بايدټول ددغه بدنامې پديدې په وړاندې مبارزه وکړي.همدا اوس مهال په هېوادکې ځينې چارواکي سره له دې چې له زياتوفشارونو اوګواښونوسره مخامخ کيږي خوبيايې هم داداري فساد،کميشن کارۍ اودلالۍ په وړاندې خپله مبارزه ګړندۍ ساتلې ده.چې يوهم خوست والي عبدالجبارنعيمي دى،چې خوست ته په راتګ سره يې تردې مهال چې تقريباً دوه کاله کيږي د٤٠په شميره لوړ پوړي اوټيټ پوړي مامورين چې په اداري فسادکې ښکيل وو ياله دندو ګوښه کړي اويادعدالت دتامين په موخه عدلي اوقضايي ارګانونوته ورپيژندلي دي.اودم ګړۍ دځينو نورو مامورينوپه اړه هم څيړنې په لاره اچولې. که چيرې په اداري فساد کې ښکيل ثابت شي ،ډير ژربه دمجازاتوپه موخه دقانون منګولوته وسپارل شي.داچې خوست والي دولسونوپه غوښتنه اوګټه ډيره سپېڅلي مبارزه پيل کړي بايدملاتړ اوتقدير يې وشي اوپه ملي کچه يې ملاوتړل شي .ځکه اوس مهال ډيرهغه کسان چې په اداري فسادکې دښکلتياله مخې نيول شوي وو،يوشميريې ازاد شوي دي،ددوى په ازادۍ کې ډيرهغه کسان لاس لري چې دنظام په چوکاټ کې لوړې دندې لري ،دوى غواړي په دغه کړنوسره ددولت په ادارو کې دخپلو شخصي ګټو مافيايي ګړۍ ژوندۍ اوځواکمنې وساتي ،همدا لامل دى چې په ډيرو ادارو کې کميشن کاري اودلالي په ډيرقوت سره سره رېښې لري ،که چيرې همداسې ادامه پيداکړي لرې نه ده چې ددې نظام ټول بنسټونه به ړنګ اوموجوده نظام به دولس په وړاندې دمشروعيت له کرښې راښکته کړي .په خوست ولايت کې چې دکميشن کارۍ ،دلالۍ اواداري فسادپه جرم کې ښکيلو مافيايي کړيو په وړاندې جدي اقدامات پورته شوي دي ،اوس نو دغه مافيايي کړۍ ،کميشن کاران ،دلالان اوپه اداري فسادککړمامورين په پلازمېنه کابل کې دخوست دولايتي ادارې په وړاندې په ناحقه توګه توراوبې بنسټه تبليغات کوي ،يادو کړيو دځمکو،قراردادنو له مافيايي ښامارانوسره ديوځايوالي لاس ورکړى دى ،هره ورځ په پلازمينه کابل کې کله ديوې ادارې اوکله دبلې ادارې دروازې ټکوي،هلته داسې شکايتونه اوتبليغات کوي ،چې ګواکې ولايتي اداره ددوى سره ظلم کوي.ددې لپاره چې دغه دنظام نږدې دښمنان نورله خپلو ناوړه کړنو څخه لاس په سر شي اړتياده چې په پلازمينه کابل کې هيڅ مسوول اواداره ددوى بې بنسټه تورونو،شکايتونو اوتبليغاتو ته غوږ ونه نيسي ،بلکې دغه کسان بايدچې هرچيرته وي ونيول شي او دقانون منګولوته وسپارل شي.ترڅوپه افغانستان کې موجوده نظام نورله ستونزو اوناخوالوڅخه راووځي.دولس اودولت ترمنځ واټن کم شي اودملت باورپه دولت باندې پياوړى شي.خوکه چيرې مرکزي حکومت دداسې مافيايي کړيوپه وړاندې عاجل قانوني اقدام ونه کړي ،دغه کسان به حکومت له نورو بدناميواوبدمرغيوسره مخامخ کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024