د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۴ اربکيان نيول سويدي
طالبان وايي چي تيره ورځ ناوخته يې دبلخ ولايت دالبرز ولسوالۍ قریه يې شير سيمه کې دسيميزو خلکو په همکارې او ملاتړ ۲مشهور اربکي قومندانان عبدالرحيم او بيک محمد له خپلو ۱۴ اربکيانو سره ديو لړعملياتو په ترڅ کې ژوندې نيولي دي .
د ذبيح الله مجاهد په وينا ، دغه اربکيان په سيمه کې يي راز راز جرمونوترسره کول او دخلکو په ځورولو،بې عزته کولو اوداموالوپه غلا او شوکو کې ېې لوی لاس درلود ، تيره ورځ مازديګرمهال په داسې حال کې ونيول شول چې په نيولو کې دسيميزو خلکو فعاله مرسته موجوده وه ، له دغو اربکيو سره ۱ميل پيکا ۲ميله راکيټ لانچر او څوارلس ميله کلاشينکوف هم موجود وو . نوموړئ وايي چي اربکيان يې خوندي ځای ته لېږدولي او په به يې محکمه پريکړه کوي .
دا لومړی ځل دی چي طالبان په دې شمېر د اربکيانو چي اوس محلي پوليس ورته وايي د نيولو ادعا کوي ، د يادوني وړ ده چي د کورنيو چارووزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .