هلمند : ترافيکي پېښي ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

عطاالله محمدي | فبروري 26th, 2012


د هلمند ولايت د والي وياند وايي چي نن ورځ د هلمند ولايت په اړونده سيمه يخچال کي يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې او درې تنه وژل سوي او ١٧ تنه ژوبل سوي.
د نوموړي په وينا چي پېښه نن سهار د ګرشک او لښکرګاه پر چوک د يخچال سيمي ته نژدې رامنځ ته سوې .
نوموړى وايي چي پېښه د يوه ٣٠٣ ډوله موټر او ټکټر ترمنځ رامنځ ته سوې ا و ياده مرګ ژوبله ئې اړه ولې.
ترافيکي پېښي تر جنګ را ورسته دويم نمبر پېښي دي چي د ولسي وګړو ژوند اخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024