طالبانو او حزب اسلامي د زنګاوات پېښه يوه غميزه بللې ده

د لراوبر اداره | مارچ 11th, 2012


په اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي چارو د رهبرۍ پلاوي د يوې اعلاميې په ترڅ کي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات کلي کي د يوه بهرني پوځي لخوا د ۱۷ ولسي وګړو ډله ايزه وژنه په سختو ټکو غندلې ده او وايي چي مجرمینو ته یی  په بین المللي  محاکمو کي محاکمه  غواړو :»


دغه پېښه د افغان دولت تر څنګ د مدني ټولنو ، طالبانو تحريک او نورو سياسي ګوندونو لخوا هم په سختو ټکو غندل سوې او يوه غميزه بللې ده .


دتیري شنبي په ورځ  دکندهار دولایت د پنجوایی د ولسوالۍ دزنګ  اباد د کلي بی ګناه ، معصوم او مظلوم  اوسیدونکي  په داسي حال کي  چې سهار وختي په خپلو کورونو کي په خواږه خوب ویده وو د امریکایی  ځواکونو له اړخه  په ډیره بې رحمي  سره دخوبه رابیدار او د ګولیو د ویشتلو وروسته یی په وینو ککړو جسدونو  ته اور واچول شو . په دغه پیښه کي ، چې قربانیان یی ښځي او کوچنیان دي ، ۱۷کسان شهیدان او ګڼ شمیر نور یی زخمیان  شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024