هلمند: د ماين چاودني اته ملکيان مړه کړل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | مارچ 14th, 2012


د هلمند چارواکي وايي د چارشنبې په ورځ د ماين د يوې چاودني له امله اته ملکي کسان مړه سوي دي.
د راپورونو له مخي پېښه د هلمند په مارجه ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د ملکي خلګو موټر پر ماين ختلى او پکښي سپاره ټول کسان مړه سوي دي.
د هلمند چارواکو د چاودنو پړه پر طالبانو اچولې ده، خو طالبان معمولاً د هغو چاودنو مسئوليت په ښکاره پر غاړه اخلي چي يا افغان او يا بهرني عسکر پکښي وژل سوي وي.

Copyright Larawbar 2007-2024