د معروف قومي مشرانو ښوونځی غواړي
نېټه٢٤ ، ١٢، ١٣٩٠
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړو او څو تنو قومي مشرانو نن له کندهار والي، مرستيال او د دفتر رئيس سره د ولايت مقام د غونډو په تالار کي وکتل او له هغه څخه يې وغوښتل چي ورته ښوونځي جوړ کړي.
دې کسانو چي د خپلي ولسوالۍ د ولسوال عبدالصمد دوراني سره يو ځاى ولايت ته راغلي ول، له والي سره د ليدني پرمهال وويل چي د پوهني پياوړتيا او دې برخي ته وده ورکول يې اولويت دى او ولايتي اداره ورسره بايد په دې برخه کي مرسته وکړي.
د يادي ولسوالۍ قومي مشرانو او د پرمختيايي شورا غړو له والي څخه غوښتنه وکړه چي د ولسوالۍ په مرکز کي دي ورته يوه عالي لېسه او د ولسوالۍ په ساليسون کلي کي يوه ليليه جوړه کړي تر څو ورته د ليري پرتو او پراګنده کليو زدکوونکي هم لاسرسى ولري.
د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو همداراز غوښتنه وکړه چي ولايتي او مرکزي ادارې دي د پوهني ترڅنګ دروغتيا او کرهڼي سکتورونو ته هم په تدريجي ډول وده ورکړې څو خلک په لومړنيو اسانتياوو برخمن سي.
ددې ولسوالۍ اوسېدونکو همداراز غوښتنه وکړه چي ولايتي اداره دي له ټليفوني شبکو وغواړي چي خپل خدمات د معروف ولسوالۍ ته هم وغځوي څو هلته خلک له دې شبکو په استفاده په اسانۍ سره له ولايت او مرکز سره وصل سي.
د معروف ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دوراني د ننۍ ليدني پرمهال وويل چي په ولسوالي کي د قومي مشرانو او مخورور په مرسته توانېدلى څو خلک د کوکنارو له کښت کولو راوګرځوي او په دې برخه کي ورسره ميشتو ملي امنيتي ځواکونو هم زياته مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه چي په ولسوالي کي يې سل فيصده امنيت سم دى او له زيات وخت راهيسي د هيڅ ډول امنيتي ستونزي سره نه دي مخامخ سوي، چي له همدې خاطره د پرمختيايي چارو د پيل غوښتنه کوي.
کندهار والي د معروف د ولسوال او پرمختيايي شورا له غړو سره د ليدني پرمهال له هغوى مننه وکړه چي په خپله ولسوالي کي يې د ملي امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې او د امنيت په برخه کي يې د پام وړ کارونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي د معروف ولسوالي د کندهار او افغانستان په کچه يوه له مشهورو او زياتو پېژندل سوو ولسواليو څخه ده چي د تاريخ په اوږدو کي يې د قدر وړ اشخاص ټولني ته وړاندي کړي دي.
والي وويل چي ولايتي اداره د پوهني د پرمختګ پاره هيڅ ډول محدوديت نه لري او له هري ممکنه لاري په استفاده به هخه وکړي چي په ولسوالۍ کي د اړتيا په نظر کي نيولو سره ښوونځي جوړ کړي.
هغه همداراز وويل چي په دې برخه کي وزارت هم همکار دى او دوى به کوښښ وکړي چي د تعليم ترڅنګ د روغتيا او سړکونو په برخه کي هم له خپلو امکاناتو په ګټه اخستني سره هر څومره ژر چي شونې وي لومړني او مقدماتي کارونه وکړي.
کندهار والي د معروف ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د کتني پرمهال وويل چي په نژدې راتلونکي کي به هلته د ټليفوني خدماتو د چمتو کېدو په موخه د شخصي کمپينو له مسؤلينو سره وګوري او هڅه به وکړي چي له مسؤلو دولتي اشخاصو سره يو ځاى د معروف ولسوالۍ ته سفر وکړي او هلته به پر ټولو ستونزو له نژدې څخه خبري وسي.