په هلمند كې د سړي تښتوونكويوه اته كسيزه ډله ونيول شوه
د ميرزا محمد ترمشرى لاندې نوموړې اته كسيزه ډله د پنجشنبې په شپه د هلمند په واشيرولسوالى كې د ملي امنيت د منسوبينولخوا ونيول شوه چې ورسره پنځه عرادې سراچې موټر،درى عرادې موټرسيكلونه ،دوه ميله كلاشينكوف،يوميل ميگارف تومانچه ، د جنسي قوې درمل اوځينې نورتوكي ورسره نيول شوي دي.
د نوموړې ډلې له منگولوهغه اته كسيزه كورنى چې درى ښځې،دوې نجونې اودرى هلكان پكې شامل دي هم ژغورل شوې اوتښتوونكې ډلې ترې د يونيم مليون پاكستانيوكلداروغوښتنه ترې كړې وه همدا رازنوموړې ډلې په گرشك ولسوالى كې يوتن چې تښتولى ود سل زره امريكايي ډالروپه بدل كې خوشي اوددې ترڅنگ يې په نوموړې ولسوالى كې د حاجي شيراحمد په نوم يوتن تښتولى واود پيسوغوښتنه يې ترې كوله چې د پيسود نه وركړې په صورت كې يې هغه هم وژلى اوپه خپلوڅرگندونوكې يې د ډيرونورسړي تښتونومسؤليت هم په غاړه اخيستى دى.
نيول شوي كسان چې يوه خطرناكه ډله ده د باد غيس ولايت د بالامرغاب ولسوالى اوسيدونكي دي د هلمند كندهاراوهرات په لويه لاره،په گرشك اوواشيرولسواليوكې يې سړي تښتونې ترسره كولې چې بالاخره د ملي امنيت د منسوبينولخوا ونيول شول اود قانون منگولوته وسپارل شول.