تخار : د ځايي قومندانانو ترمنځ نښته کي مرګژوبله اووښتې

د لراوبر اداره | مارچ 18th, 2012


تخار کې د دوه ځايې قومندانانوترمنځ وسلواله نښته کې دری کسانوته مرګ ژوبله واوښته . ددغه ولایت دچارواکو په وینا په دغه نښته کې دوه کسان وژل شوي اویو ټپۍ شوي.

دغه نښته د فرخار ولسوالۍ د خوست به سېمه کې رامنځته شوه چې په پایله کې دوه کسان وژل شوي . د تخاروالی ویاند فیض محمد توحیدی د پیښې پخلۍ ترڅنګ زیاته کړه جګړه دپخوانیوخصومتوله امله رامنځ ته شوی.

مسوولین وايې چې د حالاتود کابوکولوپه موخه يې سېمې ته پولیس لیږلې خولاڅرګنده نده چې جګړه درول شوي که روانه ده .

ځایې خلک وايي کله ناکله ددغودوه قومندانانوترمنځ نښتې د معمول په توګه رامنځ ته کیږی.

Copyright Larawbar 2007-2024