غور: ۲۰ کسانو د نرسينګ ۲کلني زده کړي بشپړي کړې
د حوت په ۲۸ نیټه، د غور په ولایت کې، ۲۰ تنه د نرسینګ د دوه کلن روزنیز پروګرام څخه فارغ سول. دغه پروګرام د عامي روغتیا د ریاست سره په همږغۍ د ګلوبل پارټنرز په مالي مرسته مخ ته بیول کیږي چي دوهمه دروه به یې هم ډیر ژر پیل سي. ددغه پروګرام په عملي کولو سره به د غور د ولایتی شفاخاني د مسلکي کارکونکو د نشتوالي ستونزه تر ډیره بریده حل سي.