اسلام یعنې سوله

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2012


په وروستیو کلونو کې غربي رسنۍ دخپل صیهوني کمپاین په ترڅ کې نړیوالو ته داښایي او چې اسلام دظلم دین او مسلمانان ظالمان دي او دخپل همدي کمپاین په ترڅ کې نوموړومسلمانانو سره د تروریست کلمه تړلې ده ، غربي رسنۍ دومره قوي کمپاین کوي چې خلک دبل هیچا خبرې ته غوږ نه ږدي او دیوې خبرې دتردید یاتصدیق په خاطر به درته فورا ووایي ته ودریږه چې دې باره کې بي بي سي راډیو څه وايي اویاهم سي این این څه وایي ،تر ټولو زیاته دردونکې خو دا هغه وخت بریښي چې کله دخپل یو مسلمان ورور نه دا خبرې واوري ،غربي رسنیو خو بیا هم خپل کارکړی دی که دخپلو صیهوني رهبرانو په خاطر وي او که دپیسو په خاطر،افسوس زمونږه دمسلمانانو په رسنیو باندې چې دې لورته یې هیڅ پاملرنه نه ده کړې او غربي رسنیز ګوزارونه یې په خپلو رسنیزو ګوزارونو نه دی خنثی کړي ،زمونږه دمسلمانانو رسنۍ لا تر اوسه هم دغفلت په خوب کې ویده دي او داسې خپرونې کوي چې هیڅ پکې داسې کوم شی نه لیدل کیږي چې پرې افرین ووایي ، دا دخدای فضل دی چې اوس پیس ټی وي چې ښاغلی ذاکر نایک یې چلوي دغه لورته زیاته پاملرنه کړیده خو زمونږه دبعضې مسلمانانو بدبختۍ ته ګوره چې په هغه باندې یې هم دغرب نوازه عالم ټاپه لګولې د ه ..الله دې ډاکټر ذاکر نایک ته اجر ورکړي چې کم ازکم دغربي رسنیو په خوله یې خو یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی او دایې ورته ثابته کړیده چې اسلام دسولې ا وامن دین د ی ، اسلام دمینې دین دی ، اسلام دښو ټولنیزو اړیکو دساتلو دین دی او همدارنګه اسلام دمینې او خوښیو دخپرولو دین دی.اسلام دظلم سخت خلاف دی او ظالم یې همیشه غندلی او دسزا ورکول یې ورته جایز ګڼلي تر څو ټولنه د تیري کوونکو عناصرو څخه پاکه شي ….
اسلام په روښانه ډول د هر ډول ظلم څخه خلک منع کوي هغه که په هرچاوي په استثنا دځان ددفاع څخه،اسلام داسې یو دین دی چې باید دژوند په ټولو چاروکې عملي شي ،نو ځکه اسلام داسې درس وکوي چې که یو څوک چې په نورو خلکو باندې په مسلسل ډول ظلم کوي تر هغه پورې به دخپل ظلم څخه لاس وانخلي تر څو ورته کړنه ورسره ونه شي او چزا ونه ویني ،داسلام په مبارک دین کې انصاف ته خورا زیات ارزښت ورکړل شوی دی،اسلام ظالمانو ته په سزا ورکولو سره اجازه ورکړې ده او یاهم که چیرته مخکې ددې چې هغه ته سزا ورکړل توبه وباسي بخښنه کوي ، همدارنګه داسلام مبارک دین خلک هڅوی چې هغو خلکو ته بخښنه وکړي چاچې ورسره ظلم کړی دی او ورته ښوونه کوي چې په دې کار سره به دالله جلاله له دربارنه ډیر اجر ترلاسه کړي ، ددې ټولو خبرو ثبوتونه په سپیڅلي کتاب قران کې شته کوم چې دالله جلاله له لوري په خپل خوږ پیغمبر حضرت محمد ص نازل شوی دی، همدارنګه ددغه خبرو بیلګې دحضرت محمد ص په احادیثو کې هم شته ،دثبوت په ډول یو څو بیلګې دسپیڅلي کتاب قران پاک نه دلته یادوو،
ژباړه: دالله ج درضا لپاره دهغو خلکو سره وجنګیږۍ څو ک چې له تاسو سره جنګیږۍ او تاسو ظلم او تیری مه کوی ځکه چې الله ج ظلم کوونکي نه خوښوي »(سورت البقره ،ایت نمبر ۱۹۰)
۲: که چیرته ستاسو دښمن سولې لورته میلان وښيي نو تاسو هم ورته کار وکړۍ او په الله ج یقین ساتۍ ځکه چې هغه واحد ذات دی چې په هر څه باندې پوهیږي .
۳:نیکي او بدي یو شی نه ده او بدې په نیکۍ سره لرې کړۍ….(سورت حم سجده،ایت نمبر34)
۴: اې مسلمانانو په تحقیق سره ماتاسو پیدا کړي یۍ دنارینه او ښځینه وو څخه ، او تاسې مې ډلې او قومونه پیداکړي یۍ چې یوبل وپیژنۍ ، بیشکه په تاسو کې بهتر هغه څوک دی چې پرهیزګاره وي (دالله څخه وویریږي)
ددریم نمبر ایت څخه مالومیږي چې دژوند کولو حق ټولو سره دی او دالله په نزد ټول برابر دي مګر که څوک فوقیت لري هغه یواځې او یواځې دتقوا په لور..دپورتنیو ایتي بیلګو نه دا واضحه ښکاري چې اسلام څومره دظلم خلاف دی او دانصاف لورته څومره ارزښت او اهمیت ورکوي .
اسلام یعنې سوله، اسلام یعنې مینه ، اسلام یعنې ښې ټولنیزې اړیکې ،
الحمدالله چې مسلمانان یو ………………….

Copyright Larawbar 2007-2024