په کندهار کي ٧ تنه سړي تښتوونکي نيول سوي دي

د لراوبر اداره | مې 10th, 2012



کندهار افغانستان- افغان ملي پوليسو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار ښار او ولسواليو په يو شمېر سيمو کي د عملياتو پرمهال اووه تنه هغه کسان چي د سړي تښتوولو په بېلا بيلو پيښو کي يې لاس درلود نيولي دي.


ددې کسانو د نيوني ترڅنګ هغه درې تنه ماشومان چي ددغو کسانو لخوا اختطاف سوي ول هم د هغوى د منګولو څخه راخلاص سوي او خپلو خپلوانو ته سپارل سوي دي.


د اکندهار امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي د تيري اوونۍ په اوږدو کي يې ددې کسانو د نيوني ترڅنګ اته تنه نور دولت ضد وسلوال په مخامخ جګړو کي وژلي دي.


هغه زياته کړه چي پوليسو يې په تېره اوونۍ کي خورا ښه فعاليتونه لرل چي د همدې فعاليتونو په نتيجه کي لس تنه نور وسلوال مخالفين چي په ښار او ولسواليو کي يې پر ملي امنيتي ځواکونو بريدونه کول ژوندي نيولي دي.


د اطرافي په خبره چي دوى په عملياتو کي ١٤ کړۍ ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر، ٢ فيره د ٨٢ ملي ميتري توپ مرمۍ، ٥ فيره د دهشکې مرمۍ، ٢ فيره د راکټ مرمۍ او ٢ فيره د هاوان مرمۍ هم نيولي دي.


نوموړي همداراز وويل چي د نشه يي توکو د کاروبار او استعمال پر وړاندي يې مبارزه زياته کړې او يوازي په تېره اوونۍ کي يې ٦٧ کيلو ګرامه تارياک، ٢٥٩١ کيلو ګرامه خام چرس او ٦٧٥ ليټره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024