دتوغنديو له ويرې له حيات اباد څخه کډې باريږي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 17th, 2012


د پښتونخوا په ترټولو پرمختللې سیمه حیات اباد له څلورو ورځو راهیسې توغندي وریږي چې له امله یې تراوسه یو کس وژل شوی، څلور ټپیان دي او ودانیو ته یې ډېر تاوان رسېدلی دی.حیات اباد چې په شپږو فیزونو وېشل شوی له شپږم فیز څخه یې خلکو کډه کول پیل کړي دي.
پولیس وايي، د خیبر ایجنسۍ په باړه کې د پوځي عملیاتو له پیل کېدلو وروسته پر حیات اباد د توغندیو بریدونه پیل شوي چې عموما د فېز شپږ په مختلفو سیمو لویږي.ډېر توغندي پر کورونو غورځي، خو ځینې یې پر ګاډو هم غورځېدلي او په یوه پېښه کې د ټکسي موټروان وژل شوی دی.په فېز شپږ کې د سرحدي ځواکونو اډه ده، چې له خیبر ایجنسۍ سره هم نږدې پرته ده.په سیمه کې اوسېدونکي وايي چې دا توغندي له قبایلي سیمې ور توغول کیږي او دوی له دې وېرې چې امنیتي ځواکونه به یې په مخنیوي کې پاتې راشي نورو سیمو ته کډه کیږي.د سیمې اغېزمن اوسېدونکي وايي، په حیات اباد کې یې ځکه په ګرانه بیه ملکیت رانیوه چې امنیت دی، پولیس دي، پوځیان دي او کوم خطر به ونه ویني، خو اوس چې دا بریدونه ویني حیران پاتې کیږي.حیات اباد په پېښور کې پر نوي ښاري سیسټم جوړه سیمه ده، چې پر اوو فیزونو وېشلې او په دوی کې یو فېز سرکاري دفترونو او د سرکار نوکارانو د استوګنې لپاره بېل کړای شوی دی.په حیات اباد کې ټوټل ۱۶ زره کوچنۍ او سترې ودانۍ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024