ډنډ: شپېته دکانونو په لمريزه برېښنا روښانه سول
کندهار افغانستان- دکندهارپه ډنډولسوالۍ کي شپيتوتنودوکان لرونکوته ددوکانونولپاره دلمريني بريښناياسولرانرژي زمينه برابره سوه .
دډنډولسوال احمدالله نازك دسولرانرژي دويشلو پرمهال رسنيوته وويل ددوکانونولپاره دسولرانرژي پروگرام دآي آر ډي مؤسيسي له لوري په يو سلوپنځوس زره امريکايي ډالره مالي لگښت ترسره سوي
چي پکښي شپږهنداري دوي بيطري يوموليداونوردبريښنااړوندسامانونه موجود دي، هغه وايي تردي ورسته به ددوكاندارانوهغه ستونزي هم حل سي چي تردي وړاندي يي دبريښنادنشتون په اړه درلودي
ولسوال زياته کړه موږپه ډنډولسوالۍ کي نوردبيارغووني کارونه ترسره کړي او هڅه کووچي نو رهم دخلگولپاره په هره برخه کي اسانتياوي هم برابري کړو.
ولسوال وويل دغه دسولرهينداري دلسوکلنولپاره گرنټي لري که چيري پدي وخت ورته کومه تخنيکي ستونزه پيښه سي دوي به يي ورته جوړوي
په ورته وخت کي دسيمي دوکانداران چي ديادوسولرهينداوڅخه برخمن سوي ډير خوښ او راضي ښکاري خووايي چي بايد عمومي بريښناجوړه اواصلي دبريښنا ستونزه موحل ولي چي دا اوس هم دټولوکورونواودوکانونولپاره کار نه کوي .
ديادوني وړده چي تردي وړاندي په يوشميرنوروولسواليوکي هم دي ورته پروگرامونه په لاره اچول سوي خودخلگوپه خبره چي دوي ته يي تردي مهاله کومه اسنتيانه ده برابره کړي لکه کومه اسنتياچي په عمومي بريښنا کي ده .