په پكتيا كې د ماشومانو د حقوقو په ملاتړ غونډه وشوه!

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2008



دا غونډه چې نن د پكتيا ولايت د كاراو ټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو رياست له خوا د  هغه ولايت په صالون كې جوړه شوي وه د پكتيا ولايت د دولتي او غير دولتي ادراتو په ګډون سلا كار وزير او او دپكتيا والې ښاغلي جمعه خان همدرد هم ګډون كړي وو،


غونډه د كلام الله مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او د نورو وينا والو سربيره پكتيا والي ښاغلي همدرد داسې وويل :


پكتيا ولايت نه تنها د ساختمانې بيارغونې په برخه كې وروسته پاتې دي بلكه زما په فكر اصلې بيا رغونه او رغونه د استعدادونو او شخصيتونو ده ، مونږ بايد هڅه وكړو چې تنكې ځوانان وروځو تر څو راتلونكې مو روښانه وې .


ښاغلې همدرد زېاته كړه چې زه  به د ماشومانو د روزنې په برخه كې له هرډول هڅې او هاند څخه ډډه ونكړم .


د غونډي په پا ي كې هغه ډالې ګاني چې د ښاغلې همدرد په شخصي لګښت برابري شوي وي د پكتيا ولايت د روزنتون په ماشومان وويشل شوي.


همدرا رنګه د يو بل خبر له مخې د ۹۵۰ متره په اوږدوالې د يوه لښتې د بنسټ ډبره د ښاغلې الحاج جمعه خان همدرد لخوا د ګرديز په ښار كې كيښودل شوه ،


ويل كيږې چې ددې پروژې مالې لګښت د جې ټې زيډ غير دولتې موسسې لخوا وركول كيږي چې ټول كښت يې ۴۵۰۰۰ امركايي ډالر كيږې او په دوه مياشتو كې به تر سره شې 

Copyright Larawbar 2007-2024