دارغستان په ولسوالۍ کي دپولیسوپرقرارګا باندي ځانمرګی برید وسو

جان محمد مهربان | مې 31st, 2012


نن سهاریوځانمرګي بریدکوونکی چي په صرف موټرکې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وه دکندهار دارغستان ولسوالۍ دافغان ملي پولیسودقرارګاه په دروازه کې ځانمرګی برید وکئ چي ۵ پولیس یې ووژل او او شپږ تنه نور يې زخميان کړل.
د كندهاردمطبوعاتي دفترپه وینا، د پيښي زخميان په سيمه کي نژدې کلينيک او ځيني نور يې د کندهار ښار ته د درملني لپاره وړي دي چي ددوي په وینا روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دﺉ.
په ارغستان ولسوالۍ کي امنیتي حالت د ۲۰۰۹ په شان دوام لري. دسړک دغاړي ماینونه اودپولیسوپرپوستوباندي ددولت ضدمخالفوګروپونو له خواحملې کله ناکله په دې ولسوالۍ کي ترسره کیږي خودنن ورځي دپيښي مسؤلیت تراوسه چا نه دﺉ اخیستئ.

Copyright Larawbar 2007-2024