کور / تازه خبرونه / دارغستان په ولسوالۍ کي دپولیسوپرقرارګا باندي ځانمرګی برید وسو

دارغستان په ولسوالۍ کي دپولیسوپرقرارګا باندي ځانمرګی برید وسو

نن سهاریوځانمرګي بریدکوونکی چي په صرف موټرکې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وه دکندهار دارغستان ولسوالۍ دافغان ملي پولیسودقرارګاه په دروازه کې ځانمرګی برید وکئ چي ۵ پولیس یې ووژل او او شپږ تنه نور يې زخميان کړل.
د كندهاردمطبوعاتي دفترپه وینا، د پيښي زخميان په سيمه کي نژدې کلينيک او ځيني نور يې د کندهار ښار ته د درملني لپاره وړي دي چي ددوي په وینا روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دﺉ.
په ارغستان ولسوالۍ کي امنیتي حالت د ۲۰۰۹ په شان دوام لري. دسړک دغاړي ماینونه اودپولیسوپرپوستوباندي ددولت ضدمخالفوګروپونو له خواحملې کله ناکله په دې ولسوالۍ کي ترسره کیږي خودنن ورځي دپيښي مسؤلیت تراوسه چا نه دﺉ اخیستئ.