قومیت که تعصب

د لراوبر اداره | جون 5th, 2012


سيد ابراهيم شاه سادات


 


 


تیره ورځ په فیس بک کی دملګری سره په راشه درشه بوخت وم چی سترګی می پریوانځورولګیدی چی دافغانستان ښایسته اوتاریخی نوم (اوغانستان)لیکلی وو او لاندی چی کومنټس ته ولاړم ومی لیدل چی داسی چټیات یی لیکلی ول چی پرخپلوسترګومی اعتبارنه کیدای دکرکی څخه ډک کلمات چی یوقوم ته په ښکاره سپکی سپوری په ډیری سپین سترګی او بی شرمی لیکلی شوی وی دیوڅوشیبولپاره په هیڅ نه پوهیدم اودفکر کولوتوان می د لاسه ورکړی چی ناڅاپه می دملګری ږغ واورید اغاصیب خیرخوبه وی ناارامه غوندی ښکاری زه هم متوجه سوم او ورته ومی ویل هوخیروخیریت دی یوڅه می طبیعیت داسی دروندغوندی دی په زړه کی می ډیری وسوسی او ګډوډفکرونه د اوور دبڅرکو په شان کښته پورته کیدل او ده ځان سره می وویل خدایه کله به موږ په خپلو ګټواو تاوانو وپوهیږو او کله به د شخصی،قومی ژبنی اوداسی نورو ناوړه تضادونوڅخه تیراوتر یوه چترلاندی دیوځواکمن افغانستان لپاره سره یوموټی شو په دی بهیرکی دچرت شاپیری یولیری پرتی سیمی ته یوړم او دنړی هغه هیوادونو لکه داروپامتحدین چی دسرحداو ملیت په نامه ده بندیانو په څیرترخپلوپولویاسرحدونوپوری محدود ژوندکاوه هغو ځانونه خلاص او پربشریت راګرځیدلی ټول ځنځیرونه ییی مات کړل چی اوس بیله کومی ستونزی اوسرحده تګ راتګ کوی او نور هیوادونه هم په ورته لټه کی دی اویوموږافغانانوته ګوره چی پرځانونومو دقوم،ژبی اوسیمی په نامه دمحدودیتونواوتوپیرونوداسی دیوالونه راګرځولی دی چی ورځ تربلی یوده بل څخه بیل اومتنفره کیږودنړی سره یووالی خوڅه چی په خپل هیوادکی یوبل ته دپردی په سترګه ګورو په نړی کی څه روان دی او موږ کوم لورته روان یو په پرمختللی هیوادونو کی اوس قوم،ژبی او نژادته خاص اهمیت نه ورکول کیږی او کوښښ کوی چی ټول هغه توپیرونه چی دخلګواوملت په ضررتمامیږی هغه له منځه یوسی اودانسانیت په چوکاټ کی نړی یاټولنی ته یوداسی تمدن راوړی چی په هغه کی ټولووګړو ته په یوه سترګه وکتل سی او برابر حقوق ولری  او په دی هڅوکی ترډیره بریده بریالی هم دی او موږته ګوره چی په قومی ،سیمه ایز،ژبنیز اوداسی نورو کرکواو تعصبونو له کبله ده نفاق او بربادی په کنده کی پراته یو په نړی کی اوس قوم ملیت او داسی نورتوکمیزتوپیرونه ارزښت نلری او که یی لری یوازی اویوازی د پیژندګلوی لپاره اوبس او یوموږافغانان یو چی لاتراوسه دپردیوپه لمسون  په قوم،سیمه،فرقواو نوروتوپیرونو سره ویشلی او ځانونه یوتربل ښه بولو زه په دی فکرنه یم چی موږدخپلی ژبی قوم سیمی سره مینه ونه لرو دایوڅرګندحقیقت دی چی  هرڅوک دخپل کلتوراوعنعناتو سره مینه لری اوباید وی لری اودپرمختګ لپاره یی ترخپله وسه هلی ځلی وکړی خودژبی،قوم اونژاد سره مینه باید دتعصب اوکرکی څخه پاکه وی اونوروقومونو ژبوته هم په سپکه ونه کتل سی او د ملی یووالی په لاره کی خنډونه ګرځی چی دملت تاریخ، وقار،ځمکنی بشپړتیا اواستقلال ته زیان ونه رسوی راځی چی نورد نفاق کرکی اوتعصب څخه پاک دیوموټی افغانستان ترچتر لاندی یونوی ژوندپیل کړواودبشریت مثبتوغوښتونه ته غاړه کښیږدو.

Copyright Larawbar 2007-2024