د ٣٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | جون 14th, 2012


د کندهار ولايت آمر د امنيت وايي چي تېره اوونۍ ئې د يوشمېر کمينونو او ګزمو پر مهال ٣٨ وسله وال وژلي او شااو خوا ٢٩ نور ئې ژوندي نيولي.
نوموړى وايي چي په تېره اوونۍ کي ئې ١٤٠ ګزمې کړي ا و ٢٤٠ کمينونه ئې نيولي ا و په پايله کي ئې ياد شمېر کسان نيولي او وژلي.
نوموړى وايي چي د دې ترڅنګ ئې زيات شمېر وسلې او مهات هم نيولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024