د پيوستون ګوند پر سياسي فعاليت بنديز ولګول سو
ولسمشر کرزي او د عدليې وزارت ته د مشرانو جرګې د غړو د شکايتونو پر بنسټ د پيوستون ګوند پر سياسي فعاليتونو بنديز ولګېد .
د مشرانو جرګې وياند وايي چي د پيوستون ګوند د ثور په مياشت کي د خپلو مظاهرو په ترڅ کي د جهاد او مجاهدينو سپکاوی کړی دی ځکه يې ددې ګوند د بندېدو غوښتنه کړېده .
د ماليې وزارت وايي چي د پيوستون ګوند په اړه يې د شکايتونو دوسيه لويي څارنوالۍ ته لېږلې ده د پلټنو تر بشپړېدو پوري يې ددې ګوند فعاليت ځنډولی دی .
د پيوستون ګوند لخوا په ترلاسه سوو معلوماتو کي راغلي چي دوی جهاد او اسلامي ارزښتونو ته درناوی لري خو هغه خلک چي يې لاسونه يې د ولس په وينو سره وي او د افغانستان په ورانېدو کي يې ونډه لرلې وي د محکمې مېز ته راکشول غواړي .
د يادوني وړ ده چي د ثور د مياشتي په مظاهرو کي د يو شمېر هغو جهادي قومندانانو عکسونه سوځول سوي و چي اوس هم په دولت کي لوړي چوکۍ لري .