هالنډ:ناڅرګنده کسانو ۲۱ افغان وژلی دی

د لراوبر اداره | جون 20th, 2012


هالنډ:ناڅرګندو کسانو۲۱کلن افغان وژلی او پخپله تښتېدلي دي.


د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي وړمه ورځ د يکشنبې سهار شپږ بجې ناڅرګندو کسانو د فريد احمدي په نامه ۲۱ افغان د خپل کورته مخته وژلی او د هغه مرسټډيز بينز موټر يې تښتولئ دی .


د نوموړي پلار معلم وحيد احمدي لراوبر ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي زوی يې هره يکشنبه سهار د فوټبال تمرين کاوه ، وړمه ورځ هم د فوټبال په نيت له کوره ووتئ . لس دقيقې وروسته ددوی فريد درويشيتر کور لاندي د پوليسو او امبولانس موټرونو دبېروبار پر مهال ددوی ګاونډيانو خبر ورکړ چي فريد د خپل کور په لس متري کي وژل سوی دی ، دی وايي چي فکر کوي غلو موټر ځني اخيست او ده مقاومت ورسره کړی دی او له منځه تللی دی .


ښاغلی احمدي وايي چي پوليسو نن د سې شنبې په ورځ ورته ويلي چي د عدلي طب پلټني بشپړي سوي خو په تېرو ۳ ورځو کي نه موټر موندل سوئ او نه د قاتلينو پېژندنه سوېده ، پوليسو د رسنيو  له لاري پرون د غلا سوي موټر شمېره اعلان کړه او له خلکو يې د موټر يا د پېښي په اړه د معلوماتو غوښتنه کړېده دغه ډول پوليسو د ځوانيمرګ فريد کورنۍ ته ويلي دي چي سبا د جون پر شلمه نېټه به د ارواښاد فريد جنازه دوی ته وسپارله سي .


په پيل کي داسي فکر کېدئ چي ښايي فريد د خپل (بي کلاس مرسيډيز بينز ) د خرڅلاو په معامله کي د غلو لخوا وهل سوئ وي خو دنوموړي پلار د لراوبر سره په ټيلفوني خبرو کي دا خبره رد کړه او وايي کوم موټر چي فريد د فټبال تمرين ته کاراوه ، د خرڅلاو لپاره نه بلکي ددوی د کورنۍ د استفادې لپاره و او د چا سره يې دخرڅلاو په اړه نه وو ږغېدلي . نوموړئ وايي چي زوی يې په دې وروستيو کلونو کي يو کوچنی تجارتي شرکت درلود مګر د موټرانو کاروبار يې نه کاوه .


ددوی يو ګاونډئ شامحمود مومند لراوبر ته وويل چي د تېرو ۱۲ کالو راهيسي يې له دغي کورنۍ سره ښه ګاونډيتوب او تګ راتګ کړی دی ، د ښاغلي مومند په وينا دځوانيمرګ فريد مور او پلار په افغانستان کي د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوله او د تېرو ۱۴ کلونو راهيسي په هالنډ کي اوسيږي .دوی درې زامن او يوه لور لري چي ځوانيمرګ فريد يې مېنځوئ زوی و .


د ښاغلي معلم وحيد احمدي کورنۍ په پام کي لري چي د راتلونکي جمعې په ورځ دجنازې او تدفين مراسم اجرا کړي .


د ارواښاد فريد احمدي جنازه د جون د مياشتي پر ۲۲ نېټه دجمعې په ورځ د امستردام اوسدورف په هديره کي خاوروته سپارله کيږي او د فاتحه مراسم يې د کراينسټ په مسجد جامع کي د جمعې تر لمانځه وروسته دماپښين تر څلورو بجو پوري ترسره کيږي .


د فاتحې لپاره ادرس :
Pakistans Moskee


Kraainest 275 – Amsterdam

Copyright Larawbar 2007-2024